خبرونه

  • 23 February 2017, 17:58

    جمهور رییس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ورځ کابل کې د مارشال محمد قسیم فهیم د ملي دفاع پوهنتون د ۹مې دورې افسرانو د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې وویل، چې ده د افغان هوايي ځواک له‌پاره داسې یو اوږدمهاله پلان جوړ کړی، چې له‌مخې به د افغانستان هوايي ځواک تر ۲۰۲۰م میلادي کاله پوره بشپړ او سمبال شي.

  • 22 February 2017, 13:19

    د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د جګړې په فصل کې د هیواد د پوځیانو پر تجهیزاتو او وضعیت نیوکه کوي. لومړي مرستیال، چې پرون شپه یې په خپل کور کې له خپلو پلویانو سره خبرې کولې وویل، چې ښایي وسله وال مخالفین د جګړې په دغه فصل کې خپل جګړیز تکتیک ته بدلون ورکړي.

  • 21 February 2017, 15:54

    ځايي چارواکي وایې چې په ننګرهار کې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو پرمهال د داعش ۱۹ جنګیالي وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د یوې خبرپاڼې په ترڅ کې ویلي، چې هوايي برید د داعش جنګیالیو پر یو موټر شوی، چې په پایله کې یې ۱۲ داعشیان ووژل شول.

  • 20 February 2017, 16:46

    د بهرنیو چارو وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، افغان حکومت په یو لیک کې ترهګریزو روزنو د ۳۲ مرکزونو او د طالبانو رهبرۍ شورا، حقاني شبکې او نورو اورپکو د غړو په ګډون د ۸۵ “ترهګرو” لیست، ادرس او نقشې اسلام اباد ته ورکړي چې د پاکستان په درېیو ایالتونو بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند کې دي.

  • 19 February 2017, 15:16

    د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، چې له المانه ۵۲ تداوي شوي ماشومان له درملنې وروسته بېرته خپل هېواد افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

  • 16 February 2017, 17:43

    د ولسمشر اجرایوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې دوی د نظام د بدلون غوښتونکي دي او د نظام بدلون په اړه د لويې جرګې هر ډول پریکړې ته به غاړه کېږدي. هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د افغانستان ریاستي نظام باید په پارلماني نظام بدل شي.

  • 15 February 2017, 16:26

    د کورنیو چارو وزارت د ولسي پولیسو رییس جنرال همایون عیني وایې، له پولیسو سره د خلکو همکاري د تېر کال په پرتله څو برابره ډېره شوې.

  • 13 February 2017, 15:48

    راپورونه وايي، چې د حزب اسلامي مشر انجینیر ګلبدین حکمتیار ترکيې ته د درملنې له‌پاره تللی او اوسمهال د یاد هېواد په یو روغتون کې بستر دی.