انځور

| 18 February 2017, 13:34

 

کلالیان په لومړي سر کې لوښي له خاورې جوړوي او بیايي د وچېدو په موخه لمرته ایږدي تر څو وچ شي. 

ده په افغانستان کې له کلالیو لوښو تولید او استفاده پخوانۍ لرغونتیا لري. د لوښو صنعت کاران یاسفالګران د لاس په مهارت او یوې ساده دستګاه سره ښکلي ظرفونه جوړوي

د لوښي وچیدو وروسته یو ډول واښو سره چې عشقاربوته نومیږي رنګوي او وروسته بیا دغه لوښي په خاصو داشونو کې ایږدي چې له څو ساعتونو وروسته پخیږي او ګټې اخیستنې ته چمتوکیږي. 

د لوګښو صنعت کاران یا د سفالي لوښو خرڅونکي وایي چې په وروسیتو کلونو کې د هېواد په دننه کې هم خلک د کلالیو او اوبو منګیو څخه استفاده کوي، خو هغه افغانان چې له بهرنیو هېوادونو راځي د بیرته تګ پر مهال د خپلو کورونو ښکلا او له افغانستانه د نښې په توګه کلالي لوښې وړي.  

د کابل استالف سیمه د دې امله چې د هغه زیاتره اوسیدونکي کلالي لوښې جوړوي پر کلالانو سیمه مشهوره ده، خو اوسمهال د دې سیمې ډیر کم اوسیدونکي کولالي لوښې جوړوي او نور یې دا دنده پریښې.

| 14 January 2017, 12:35

ځینې وزلوبه د افغانستان ملي او فرهنګي لوبه بولي

لوبه داسې کیږي، چې یوشمېر اسونو سپاره، د یوې تازه حلالې شوې ووزې یا خوسکي جسد په ځانګړې دایره کې د ځای پر ځای کولو لپاره سیالي کوي.

پر اسونو سپاره باید لومړی د ووزې جسد له ځمکې پورته او له نورو لوبغاړو وړاندې یې دایرې ته ورسوي

| 3 November 2016, 19:39

 څېرې په پاریس کې ځينو افغان کډوالو د یو لاریون په ترڅ کې د افغان دولت او اروپايي هېوادونو ترمنځ د ۸۰ زرو افغان کډوالو د ویستلو هوکړې پر ضد یې شعارونه ورکول.

په دې وروستیو میاشتو کې سلګونو افغان کډوالو د اروپا په بېلابېلو ښارونو کې لاریونونه کړي دي/ المان هامبورک

په سویډن که افغان کډوال په زیاته پېمانه د یو لاریون په ترڅ کې سړکونو ته راووتل

افغان کډوال سره له دې، چې چندان ښه ژوند نه لري، خو بیا هم په اروپايي هېوادونو کې د میشت سند ترلاسه کولو هڅې کوي

زیات شمېر افغان کډوال اروپايي هېوادونو ته د تګ په موخه سختې ستونزې ګاللې دي