چاپېریال

  • 19 January 2017, 17:53

    په پام کې ده، چې د پروان ولایت په چاریکار ولسوالۍ کې درې داسې د اوبو شبکې جوړې شي، چې له مخې به یې ۵ زره کسان د څښاک پاکو اوبو څخه برخمن شي.

  • 17 January 2017, 12:12

    په بامیانو کې د ژویو د ساتنې یوامریکایي موسسې یا (WCS)، د مرغانو او حیوانانو د نسل بیا ژوندي کولو خبر ورکوي. د دغه بنسټ د مسوولینو پر وینا، د هغې څیړنې له مخې چې د بامیانو په بند امیر کې شوې، د بامیانو په بیلابیلو سیمو په ځانګړي توکه د بند امیر په شمال کې په وروسیتو کلونو کې د لیوه، درې ډوله غرنۍ پیشوګانو، د لیوه کفتار، دوه ډوله غرنۍ هیلۍ، سیاه ګوش او یو ډول فارسي نادر پړانګ لیدل شوي دي.

  • 4 January 2017, 19:21

    د افغانستان په بغلان ولایت کې د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د یو سب‌ستیشن کار پېل شو، چې له جوړيدو وروسته به يې په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوي مخه هم ونیول شي.

  • 20 December 2016, 19:09

    په پام کې ده، چې له افغانستان سره د اسیا پراختيايي بانک انرژۍ په برخه کې ۴۱۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي. د اسیا پراختیايي بانک مشر “توماس پنیلا” د افغانستان له مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره نن سه شنبه په کابل کې د انرژي په برخه کې د پانګونې تړون لاسلیک کړ.

  • 14 December 2016, 18:04

    د افغانستان ښارجوړونې وزارت خبر ورکوي، چې د دوی د یو تړون له مخې به د کابل ښار دشت‌برچي سیمې ۲۴ زره کورنۍ به د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

  • 5 December 2016, 17:29

    په کابل کې نن د “ زموږ ښار زموږ کور” تر شعار لاندې د رضاکارانو نړېواله ورځ ونمانځل شوه. دغو لسګونو رضاکارانو په همدې مناسبت د کابل قرغې بند اړوند سیموڅخه د ملي حشر په ډول کثافات راټول کړل.

  • 3 December 2016, 19:26

    د ملګرو ملتونو د ژوند چاپيریال ترټولو لوړه جایزه د “ځمکې اتلان“، د مکزیک په کانکون کې د ژوندانه تنوع نړېوال کنفرانس پرمهال د ژوند چاپيریال شپږو مشرانو ته ورکړل شوه.

  • 1 December 2016, 19:13

    په بدخشان کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې یو نایاب باز يې له درملنې وروسته د دغه ولایت چاپېریال ساتنې مدیریت سپارلی دی. د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ اوسيدونکو دغه مرغه په داسې حال کې ښکار کړی و، چې مریض و او وروسته یې بیا د دغه ولایت مرکز د فیض اباد ښار ته لېږدولې وه.