آلمان پنځلس افغان کډوال ویستل

| 28 March 2017, 14:04

د آلمان دولت هغه پنځلس تنه افغان کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، په جبري ډول له دې هېواد څخه ویستي او دا کډوال نن کابل ته راورسېدل.

آلمان دا کسان بايرن، بادن - وورتمبرګ، براندنبورګ، هامبورګ، هسن، مکلنبورګ-فورپومرن و راینلاند-فالتس ولایتونو څخه نیولي دي.

د کډوالو د حقونو فعالانو هڅو او د بشري حقونو څار بنسټونو اندېښنو سره سره بیا هم آلمان نېږدل سل افغان کډوال په جبري ډول له دې هېواده ویستلي او افغانستان ته یې استولي دی.

دا کډوال د افغان دولت او اروپايې ټولنې ترمنځ د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د اکټوبر هوکړې پر اساس ویستل کېږي.

ویستل شوي کډوال وایې چې د اروپا ته د تګ لپاره یې ډېر لګښت او ستونزو سره ځانونه رسوولي وو، خو اوس باید په افغانستان کې هر څه له صفر څخه پیل کړي.

په ۱۵ ویستل شویو کډوالو په ډله کې جمعه خان کابل مانیټور ته وویل چې په آلمان کې یې اوه کاله ژوند کړی دی.

نوموړي زیاته کړه د ۹ زره ډالرو په لګولو یې ځان آلمان ته رسوَلی وه، او اوس نه پوهېږي چې په افغانستان کې څه وکړي.

بل ویستل شوی کډوال، عبیدالله څرګندوي:"په افغانستان کې تر اوسه امنیت نشته، کاري موکې نشته، موږ دلته څه وکړو؟"

دا کډوال د افغانستان له دولت څخه غواړي چې په جبري توګه د افغان کډوالو ویستو مخه دې ونیول شي او د اکټوبر هوکړه دې لغو شي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>