افغانستان له ایرلنډ څخه د کرکټ لوبه وګټله خو پاکستان يې شاته پرېښود

| 12 March 2017, 18:07

افغانستان له ایرلنډ هېواد څخه درې پرلپسې ۲۰ اوریزې لوبې وګټلې، چې په دې سره يې په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ.

هغه داسې چې په دې ګټو سره یوولس ۲۰ اوریزې لوبې وګټلې او په دې سره له پاکستانه څو ګامه مخکې شو.

پاکستان تر اوسه اوه ۲۰ اوریزې لوبې سر په سر ګټلې دي.

همدارنګه ایرلنډ او اینګلنډ اته ـ اته پرلپسې لوبې ګټلي او تر اوسه سویلي افریقا او پاکستان اوه ـ اوه لوبې سر په سر ګټلې دي. 

خو نن افغانستان یوځل بیا ایرلنډ هېواد په ډاک کې پرېښود او تر ټولو قوي لوبه يې ترې وګټله.

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نبي عیسی خیل او شهزاد محمدي د ښکلي بیټینګ او راشد ارمان د ښکلي بالینګ په مټ دغه لوبه د بریا پوړ ته ورسوه.

د هېواد کرکټ لوبډلې په نننۍ درېیمه شل اوریزه لوبه کې میلمه لوبډله په ۲۸ منډو له ماتې سره مخ کړه او ۳ د ۰ بریا په وړاندې یې د اتلولۍ جام وګاټه.

په سیالۍ کې ایرلینډ ته کوربه لوبډلې افغانستان ته د لومړۍ لوبه ورکولو بلنه ښه ثابته نشوه، چې افغانستان د خپل کرکټ تاریخ ترټولو زیاتې ۲۳۳ منډې جوړې کړي.

د ویلو ده، چې د افغانستان لپاره لومړی شهزاد محمدي ۷۲ منډې جوړې کړې او له هغې وروسته نبي عیسی خیل یواځې په ۳۰ بالونو د ۹ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مټ د خپل کرکټ تاریخ زیاتې ۸۹ منډې جوړې کړي.

له بل لوري په ځوابي لوبه کې ایرلینډ هم ښه پیل درلود چې یواځې په ۲۶ بالونو یې بغیر له کوم زیان نه ۶۵ منډې جوړې کړې وې.

خو وروسته بیا د ایرلینډ لپاره د پال سټرلینګ د ۴۹ او ټومسن د ۴۳ منډو وروسته که څه هم ګیري ویلسن نیمه سلیزه ۵۹ منډې جوړې کړې، خو ټوله لوبډله په وروستي اور کې په ۲۰۵ منډو وسوځیدله.

راشد ارمان په داسې حال کې د ایرلینډ ۳ لوبغاړي په ۱۹ م اور کې وسوځول چې ایرلینډ په ۱۲ بالونو د ۵ لوبغاړو په لرلو ۳۵ منډو ته اړتیا لرله او د دوی د بریا په هیلو یې اوبه واړولې.

په دې سره افغان کرکټ ملي لوبډله په نړیوالو شل اوریزه لوبو کې د پرله پسې ۱۱ مې بریا په خپلولو سره ریکارډ نور هم پوخ کړ، چې ماتول به یې د نړۍ هیڅ لوبډلې ته اسانه کار نه وي.

همدارنګه په درېیمه سیالۍ کې د ایرلینډ تیز بالر بیري مکارټي د شل اوریزه لوبو د تاریخ زیاتې ۶۹ منډي ورکړې او منفي ریکارډ یې جوړ کړ.

اخوا بیا ایرلنډ هم همداسې کې نه ناست او  د مکارټي غچ ایرلینډیانو له شاپور څخه واخیست چې د افغانستان د کرکټ تاریخ بدترینه بالینګ یې وکړ او زیاتې ۶۰ منډې یې ورکړې.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>