افغانستان په کرکټ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

| 8 March 2017, 19:51

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په خپله لومړۍ ۲۰ اوریز لوبه کې ایرلنډ هېواد ته ستره ماتې ورکړه.

د کرکټ پوهان وايي، چې دغه توپیر نسبتاً ستر و او افغان لوبغاړي په‌کې ښه وځلېدل.

که څه هم د ایرلنډ هېواد له لوري هم اسانه هدف نه و ټاکل شوی، خو افغان لوبغاړي په ښوو کارکردګیو سره دا ثابته کړه، چې د ایرلنډ په شان هېواد سره ښه په سړه سینه لوبه کولی شي او ډير يې په ساده‌ګۍ له ماتې سره مخ کولی شي.

لوبه د افغانستان په کوربه‌توب په هندوستان کې ترسره شوه او د ټاس یا پچې اچولو نتیجه دا شوه، چې لمړی باید ایرلنډ هېواد لوبه وکړي.

ایرلنډ لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره افغانستان ته د ۱۶۵ منډو هدف وټاکه، چې باید د لوبې ګټلو له‌پاره افغانستان ۱۶۶ منډې کړي وای.

د لوبې پر مهال،د افغان کرکټ توپ اچوونکو له لوري امیر حمزه ۲ او راشد ارمان یو لوبغاړی وسوځاوه او دغه راز ۳ نور لوبغاړي یې رن اوټ شول.

کله چې د ایرلنډ توپ‌وهنه خلاصه شوه، نو افغانستان په اوپننګ کې شهزاد محمدي او نجیب الله ترکي و ویست.

ترکي په ۲۷ منډو خپله ویکټه لاسه ورکړه.

وروسته سمیع الله شینواري له شهزاد محمدي سره ښه ملګرتیا روانه کړه.

افغانستان په لومړيو لوبغاړو لوبه ګټلو ته نږدې کړه، خو وروسته بیا څو سر په سر ویکټې يې له لاسه ورکړې.

افغان کرکټ ټيم د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۱۸ اورونو کې ورکړای شوی هدف پوره او په دې سره یې خپله لومړۍ بریا تر لاسه کړه.

همدارنګه د افغانستان له لوري په توپ وهنه کې سمیع الله شینواري ۵۶، شهزاد محمدي ۴۷، نجیب الله ترکي ۲۷، اصغر ستانکزي ۲۰ او شفیق الله شفق په یوه توپ ۶ منډې تر سره کړې.

په ډاګه دې وي، چې د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ دویمه ۲۰ اوریزه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ تر سره شي، چې په ټلویزیونو کې به هم په ژوندۍ بڼه خپره شي.