د چرګانو جنګ؛ د انسانو شوق او د شرط تړلو لوبه

| 4 March 2017, 09:38

ځينې افغانان چرګان له ډيره شوقه په جنګ اچوي او د دغو جنګونو له‌پاره خپل چرګان په میاشتو روزي

د چرګانو د جنګ په هر محفل کې په سلګونه نور شوقیان هم ټوليږي او د چرګانو له جنګونو د خوند اخیستلو ترڅنګ ځينې يې پرې شرطونه هم تړي

چرګ‌بازان وايي، چې د چرګانو د جنګ له‌پاره کلنګي هغه يې ښه وي او د دغه نسل د روزلو له‌پاره په میاشتو زیار باسي

د حج او اوقافو وزارت او همدارنګه بشري حقونو کمېسیون دغه کړنه د اسلام خلاف بولي، خو تر اوسه يې په منع کولو بریالي شوي نه‌دي

څو کاله وړاندې د پارلمان ځينو غړو پریکړه وکړه، چې د چرګ‌جنګي، مړز، سپيو، زرکانو او نورو حیواناتو د جنګولو د منعې په موخه د قانون یوه طرحه جوړه کړي، خو داسې لیدل کيږي، چې د دغو حیوانانو جنګول په افغانستان کې له کلونو وړاندې د خلکو ترمنځ دود دی او ممکن دومره ژر يې مخه و نه نیول شي

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>