
افغان کرکټ ملي لوبډله د دویم ځل لهپاره له زمبابوې څخه د کرکټ لوبه وګټله.
د لوبې په پېل کې افغانستان پچه وګټله او د لومړي بیټینګ کولو پریکړه يې وکړه.
دغه لوبه تر ډيره د کرکټ نړۍ د دویم شمیره ال راونډر لوبغاړي نبي عیسی خیل دهر اړخیزی لوبې او راشد ارمان د بهترینه بالینګ په مټ مهار شوه او په پای کې افغان کرکټ ملي لوبډله یو ځل بیا کوربه زمبابوې لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د معلوماتو لهمخې دویمه ۵۰ اوریزه نړیواله سیالۍ کې افغان کرکټ ملي لوبډلی نن د ۵۴ منډو په مټ زمبابوې مات کړ.
د کریک انفو د خپورو شویو معلوماتو لهمخې په دویمه سیالۍ کی افغان کرکټ ملي لوبډلی د شهزاد محمدي د ۶۴، رحمت شاه زرمتي ۵۳، نجیب الله ځډران ۴۵ او نبي عیسی خیل ۳۳ منډو په مټ د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۸ منډې جوړې کړې.
اخوا کوربه لوبډلې زمبابوې په لومړیو کې ډير ښه پېل کړی و، خو وروسته يې د زیاتو لوبغاړو په سوځېدو سره د منډو لړۍ يې سسته شوه او د افغان لوبغاړو تر اثر لاندې راغلل.
زمبابوې په ښکلي پیل سره سره تر ۱۳۹ منډو یواځې ۳ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو، خو د لږ وخت وروسته يې د افغان لوبغاړو له لوري يې فشار ومانه او ټوله لوبډله په ۴۳ م اور کې په ۱۸۴ منډو وسوځیده.
دافغانستان لهپاره نبي عیسیخیل او راشد ارمان دواړو درې ـ درې خو حمزه هوتک او ګلبدین نایب بیا دوه ـ دوه ویکټې ترلاسه کړې.
د ویلو ده، چې پهدې بریا سره افغانستان د کوربه لوبډلې خلاف د ۵ نړیوالو ۵۰ اوریزه لوبو په لړۍ کې ۲ د ۰ بریا په وړاندې مخکیوالی ترلاسه کړ.
دا دې هم په ډاګه وي، چې د سیالۍ په پای کې سپینر بالر راشد ارمان د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو، چې په وینا یې ګوګلي بال یې مهمه وسله ده، چې پری د سیالو لوبډلو ویکټې ترلاسه کوي.