وال‌سټریټ ژورنال: پاکستان په ګازرو نه‌ سميږي امریکا باید ورپسې غټ سوټی واخلي

| 18 February 2017, 14:04

 د امریکا متحده ایالاتو مشهورې ورځپاڼې وال‌سټریټ ژورنال په خپله ګڼه کې یوه لیکنه خپره کړې، چې په‌کې د پاکستان وروستیو کړنو په اړه جدي نیوکې شوې دي.

په دغه لیکنه کې راغلي، چې پاکستان په ګازرو کارولو سم نه‌شو اوس، نو سپینه ماڼۍ باید د دغه هېواد د سمولو له‌پاره د یوه غټ سوټي نه کار واخلي.

وال‌سټریټ ژورنال تېره پنجشنبه (د فبروري۱۶مه) د خپل یوه کالم لیکوال "سدانند دهوم" یوه لیکنه خپره کړې او دا يې هم ویلي، چې د ډونالډ ټرمپ اداره به دغه هېواد خپلو پخوانیو خوبونو ته پرې نه‌ږدي.

سدانند دهوم زیاته کړې، چې د پاکستان له‌پاره د سپینې ماڼۍ د صبر کاسه نوره ډکه شوې ده او دغه هېواد نور په چټکۍ سره پاکستان ته بې‌صبره کيږي.

لیکوال لیکلي، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد اجنډا دا معنی لري، چې اسلام اباد به بیا داسې په اسانۍ سره ترهګرو ته د ځای ورکولو او ورسره مرستې کولو له مسئلې څخه ځان خلاص نه‌کړي او اوسمهال امریکا کې خپله خواخوږي درګرده بایلي.

لیکوال دا هم ویلي، چې د ټرمپ اداره به پر پاکستان فشارونه لا زیات کړي.

سدانند زیاته کړې، چې پاکستان په افغانستان کې د متحده ایالاتو ځواکونه په نښه کوي او افغانستان او هندوستان بې‌ثباته کوي.

د متحده ایالاتو دغه مشهوره ورځپاڼه زیاتوي: "پاکستان باید دغه تیاره کېدونکی حالت جدي ونیسي".

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو اوونیو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې څلور چاودنې وشوې.

چې وروستۍ چاودنه يې د پاکستان سند ایالت په لال قلندر زیارت کې شاوخوا ۷۰ تنه په‌کې ووژل شول او ۲۵۰ نور ټپيان شول.

دغې چاودنې د پاکستان د پوځ غوسه را وپاروله او د افغانستان په سرحدي ولایتونو کونړ او ننګرهار يې سلګونه توپونه وویشتل.

پاکستان له‌دې امله د تورخم دروازه هم وتړله.

له بل لوري بیا د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمدحنیف اتمر او ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، چې پاکستان دې د بندرونو د تړلو پر ځای دې په خپله خاوره کې د تروریستانو ځالې وتړي.

همدارنګه د پاکستان پوځ د افغانستان سفیر احضار کړی و او هغه ته يې له ۷۰ زیاتو د دوی پر وینا ترهګرو لیست سپارلی، چې باید پاکستان ته دې وسپاري.

خو اتمر ویلي، چې دوی د پاکستان پر لیست غور وکړي او د دوی له‌خوا سلګونو ترهګرو پخواني سپارل شوي لیست باندې باید پاکستان جدي عمل وکړي.