د افغانستان او زمبابوې ترمنځ څلورم ۵۰ اوریزې لوبې د فیبرورۍ په ۱۶ پېليږي

| 25 January 2017, 15:03

د معلوماتو له‌مخې تمه ده، چې د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د روان کال فیبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نیټه د نړېوال ۵۰ اوریزې لوبو لړۍ پېل کړي.

.دغه لوبې به ټولټال پنځه لوبې وي، چې دویمه لوبه به د فیبرورۍ په ۱۹ مه، درېیمه په ۲۱مه ، څلورمه په ۲۴ مه او د سفر وروستۍ لوبه به د فیبرورۍ په ۲۶ مه نیټه ترسره شي

د کریک انفو ویبپاڼې لیکلي، زمبابوې هېواد کرکټ بورډ هڅه کوله د سریلانکا سفر وړاندې خالي وخت په نړیوالو لوبو ډک کړي او له همدې کبله افغانستان سره د لوبو په برابرولو کې بریالی شو.

د یاد هېواد کرکټ بورډ له‌خوا افغانستان سره د پلان شويو سیالیو د مهالویش له مخې به ټولې ۵ واړه سیالۍ په "هراری لوبغالي" کې د افغانستان په وخت غرمه ۱۲ بجې ترسره شي.

دغو لوبډلو ترمنځ د ۵ نړیوالو سیالیو مهالویش داسې مهال اعلانیږي، چې د افغانستان الف کرکټ ملي لوبډله هم زمبابوې ته رسیدلې ده او ټاکل شوې ده د ۵ غیر رسمي ۵۰ اوریزه لوبو لومړۍ به د راتلونکې شنبې په ورځ پیل کړي.

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل له‌پاره د ۲۰۱۴ کال جولای میاشتې په ۱۸ مه نیټه د تاریخ لومړۍ ۵۰ اوریزه نړیواله لوبه ترسره شوه، چې کوربه لوبډلې زمبابوې وګټله.