"زمونږ استادان خوشې کړئ، ځکه هیڅ څه يې د ارزښتونو خلاف نه‌دي کړي"

| 12 January 2017, 18:46

 د افغانستان - امریکايي پوهنتون، نن د یوې ویناپاڼې په خپرولو سره له طالبانو غوښتي چې ددغه پوهنتون دوه استادان دې خوشې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره ورځ، د افغانستان - امریکايي پوهنتون د دوو یرغمل شوو استادانو ویډیو په خپرولو سره له حکومت غوښتي، چې ددې ډلې زندانیان دې خوشې کړي.

د یاد پوهنتون په ویناپاڼه کې راغلي چې خپره شوې ویډېو سخته ځورونکې ده.

ددغه پوهنتون سرپرست ډیویډ سیډني طالبانو ته وایې:"مونږ له طالبانو غواړو چې ټیم او کیوین او نور یرغمل شوي دې ژر تر ژره خوشې کړي، ځکه کیوین او تیم، یواځې د تدریس او مرستې په موخه افغانستان ته راغلي او چاته یې د زیان رسولو او یا د ارزښتونو خلاف هیڅ کار نه دی کړی، هغوی باید ‌ډېر ژر د هغوی کورنیو، دوستانو او همکارانو ته ورستانه کړای شي."

سیدني خپلو دوو همکارانو ته په خطاب کې ویلي، چې د پوهنتون لپاره مهم دي او د هغوی ترڅنګ به وي.

 د افغانستان امریکايي پوهنتون ټینګار کړی چې نه تسلمیږي، بلکې په دې پيښه کې پر ښکېلو کسانو به د فشار په راوړلو سره د خپلو دوو استادانو خوشې کولو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

امریکايی کیوین کینګ او استرالیایی تیموتي ویکس د افغانستان امریکايي پوهنتون دوه استادان دي چې تېره اګست میاشت هغو کسانو وتښتول چې د ملي امنیت جامې یې په تن وې.

تښتونکو، په خپره شوې ویډیو کې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرامپ مخاطب کړی چې استادان دې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو په بدل کې د هغوی له منګولو وژغوري.