زهیر: افغانستان د مافیا له‌خوا اداره کيږي

| 11 January 2017, 14:58

 

د بامیان امنیه قوماندانۍ په مرکز کې "د قانون تنفیذ، حساب ورکولو او رڼښت کمېټه" نوې رامنځ ته شوې.

د بامیان والي محمد طاهر زهیر د دغې کمیټې په پرانسټ‌غونډه کې وویل، چې له فساد سره د مبارزې چارې له اساسي ستونزو سره مخ شوې دي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د دغو کسانو مخه و نه نیول شي، نو سیسټم به فلج او نظام به چپه کړي.

زهیر دا هم وویل، چې داسې کسان د اداري فساد سره د مبارزې پر مخ خنډ واقع کيږي، چې اصلاً تصور يې نه کيږي.

د بامیانو والي دا هم وویل، سره له‌دې چې د فساد سره د مبارزې پرمخ زیات خنډونه شته، خو بامیان یوازنی ولایت دی چې په دغه برخه کې مخکې دی.

هغه ادعا وکړه، چې حکومت د مافیايي ډلې له‌خوا اداره کيږي او ويې ویل، چې هرڅه د مافیا په لاس کې دی.