د افغانستان وضعیت په بله بدلېدونکې ده

| 11 January 2017, 17:16

 

خوشحال: الکوزی 

 

 

 ما افغانستان یواځنی هېواد پېدا کړ، چې سیاسیون يې ډېر سست او ناغیړه دي.

زموږ د اوسني نظام سیاسي مخالفین فقط همدې ته ناست دي، چې په نظام کې دننه ستونزه پېدا او پر حکومت غېر مستقیم فشارونه زیات کړي.

خو په اصل کې دا کړن‌لاره د دوی د کارونو په جزیاتو کې هم نه حسابيږي.

زموږ د اوسني نظام سیاسي مخالفان باید د نړۍ هېوادونو ته دا قناعت ورکړي، چې واقعاً دوی د دغه نظام مخالفین دي او کولی شي، چې د نورو هېوادونو سره معامله وکړي.

اوسمهال خو د نظام مخالف زه پخوانی ولسمشر حامد کرزی او د هغه ټيم بولم او ښه ځواک هم لري.

دی د امنیتي تړون پر سر له امریکا سره سخت مخالفت وکړ او تر اوسه هم په افغانستان د امریکا پر ماموریت یو له سختو منتقدینو بلل کيږي.

کرزی باید د امریکا د پلوي خلاف هېوادونو سره اړيکې ټينګې کړي.

د هغه سره روسیه، چين او ایران هېوادونه جوړ راتلای شي.

د پخواني ولسمشر کرزي او د پلویانو سیاست يې په افغانستان کې د امریکا او روسیې د قدرت ترمنځ توازن رامنځ ته کولی شي.

د کابل په دارالامان، د کندهار په ولایت کې دننه او هلمند کې له خونړیو بریدونو داسې ښکاري، چې روسیه په افغانستان ډيرې خطرناکې مداخلې ته لاس اچولی او که يې د سیاست ترمنځ توازن رامنځ ته نه‌شي، نو د افغانستان له‌پاره ډير خطرناک ثابتېدای شي.

د روسيې ځينو شرایطو ته غاړه ايښودل پکار دي او دا په داخل کې د اوسني نظام مخالفینو په‌واسطه پلي کېدای شي.

زه د روسيې هېواد نه شم ملامتولی، ځکه هغه که دغه جنګ په افغانستان کې تود و نه ساتي بله ورځ يې تړلي هېوادونو، لکه قزاقستان، ترکمنستان، تاجکستان، ازبکستان او نورو هېوادونو ته سرایت کوي او هغه مجبور دی، چې داسې خطرناکې مداخلې باندې پانګونه وکړي.

د ایران مذهبي مشر ایت‌الله خامنه‌اي وویل، چې که ایران په سوريې که جنګ نه کاوه، نو اوس به دغه جنګ د ایران لمنې ته هم رسېدلی و.

همداسې روسیه هم در ونیسه.

روسیه هیڅکله نه غواړي حتا د ده متحد هېوادونو ته هم زیان ورسيږي او د خطر د احساس په صورت کې مجبور دی، چې لاس په کار شي.

اوس زموږ اوسني حکومت او سیاسیونو ته هم پکار ده، چې په بيړه او ښه په تدبیر دغې مسئلې ته جدي رسیدنه وکړي.

د خپل نظام یو داسې مخالف ټیم دې برابر کړي، چې له روسيې، ایران او چین هېوادونو سره، چې د امریکا سخت مخالفین دي غوږ وجنګوي او د متحده ایالاتو سره دې هم خبرې وشي، چې په ځينو مواردو کې دې د افغانستان له سیاست سره کار نه‌لري.

خبره ټوله د امریکا او روسيې د قدرت توازن دی.

که دغه مسئله له پامه وغورځول شي، نو افغانستان به د دوو قدرتونو د ژرندې په پلونو راګېر شي او بیا يې ویستل ستونزمن کار دی.

داسې هم نه‌ده، چې امریکا به تل د افغانستان ترشا ولاړ وي،

دا ډیره غلطه مفکوره ده، ځکه پر دغه هېواد هېڅ باور نه‌دی پکار او امکان لري یو دم افغانستان لکه عراق پريږدي.

موږ له‌پاره دویم " اپشن" ډير ضروری دی او باید و يې لرو.

ځکه د څو ابر قدرتونو او په نړۍ کې د قوي هېوادونو سره ژورې اړيکې درلودل د یو ضعیف هېواد راتلونکی تضمینولی شي او پرته له شکه، چې روسیه مو دویم انتخاب کې راځي.

له دغه هېواد سره د خبرو اترو او ژورو اړیکو ټينګولو په موخه په افغانستان کې یو قوي ټيم ته ضرورت شته او هغه د پخواني ولسمشر کرزي ټيم دی.

په نظام کې دننه له دغه ټيم څخه غېر مستقیم ملاتړ ته جدي ضرورت شته او له روسیې سره د خبرو اترو او نورو له‌پاره باید اسانتیاوې ور برابرې کړي.