د کابل په دارالامان کې چاودنو لسګونه کسان وژلي

| 10 January 2017, 19:16

 

له بېلابېلو سرچينو راپورونه خپاره شوي، چې د کابل په دارالامان سیمه کې د دوو پرلپسې چاودونو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د عامې روغتیا وزارت رسنیو ته ویلي، چې چاودونو له امله ۲۵ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپيان دي.

له بل لوري چارواکي وايي، چې دغه بريدونه هغه مهال شوي کله چې کارکوونکي د پارلمان له ودانۍ وتل.

اخوا بیا د وژل شویو او ټپيانو په اړه د نړېوالو، داخلي او نورو بهرنيو رسنيو له‌خوا بېلابېل راپورونه خپاره شوي دي.

په دې اړه فرانس پرس خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي له خولې، چې نه يې غوښتي نوم يې واخیستل شي ویلي، په کابل ښار کې د پارلمان ودانۍ سره  په دوو ځانمرګي بریدونو کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۴۵ نور ټپيان دي.

دی د خپلو سرچينو په حواله زیاته کړې، چې د پېښې زیاتره قربانیان ملکي کسان دي.

په وژل شویو کې د ملي شورا ځینې مامورین هم شامل دي.

همدارنګه بل نړېوال خبري اژانس د اسوشیتید پرس په نوم وايي، چې د کابل په چاودنو کې ۵۰ تنه ژوبل شوي دي.

داسې ویل کيږي، چې په ولسي جرګه کې د هرات وکیله رحیمه جامي هم په دې بریدونو کې ټپي شوې ده.

د راپورونو پر بنسټ لومړی د ملي شورا ودانۍ ته څېرمه ځانمرګی بريد شوی او له هغه وروسته سملاسي له چاودېدونکو توکو ډک موټر هم چاودېدلی دی.

اخوا د سیمې عینې شاهدانو بیا ویلي، چې لومړی یوه ځانمرګي بریدګر پر ځان پورې تړلي چاودېدونکو موادو ته چاودنه ورکړې او وروسته موټربم برید شوی.

د برید مسوولیت وسله‌والو طالبانو منلی او ویلي یې دي، چې دوی لسګونه کسان وژلي دي.

د ذبيح‌الله مجاهد په نامه د طالبانو يوه ویاند د یو پېغام په لېږلو سره د دغه برید مسوولیت منلو ترڅنګ زیاته کړې، چې د دغه بريد موخه يې د ملي امنيت د پنځم ریاست کارکوونکو موټر و.