کرزی: له روسیي سره د اړیکو برخه کې د ټرامپ له دریځ څخه ملاتړ کوم

| 9 January 2017, 22:46

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د امریکا متحده ایالاتو او روسیې ترمنځ د اړیکو په اړه د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دریځ څخه ملاتړ کړی.

ښاغلي کرزي پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي:

«له روسیې سره د اړیکو جوړولو برخه کې د ډونالډ ټرامپ دریځ، په سیمه او نړۍ کې د سولې او ټیکاؤ سبب ګرځي.»

ډونالډ ټرامپ، مخکې له دې چې د امریکا پر ټاکنو د مسکو سایبري برید ومنې، پر خپله ټویټر پاڼه ولېکل چې له روسیې سره ښې اړیکې ښه کار دی نه بد.

د ښاغلي ټرامپ په پيغام کې راغلي دي:

«هغه مهال چې زه ولسمشر شوم، روسیه به مونږ ته د اوس په پرتله ډېر درناوی وکړي. ښايي دواړه هېوادونه د یوبل ترڅنګ کار وکړي چې په نړۍ کې یوه برخه ستونزې حل کړي.»

د امریکا منتخب ولسمشر د خپلې لېکنې په یوه برخه کې په سختو الفاظو لیکلي چې: یواځې احمق خلک به ښايي فکر وکړي چې له روسیې سره اړیکې «بد شی» دی.

حامد کرزی داسې مهال د ټرامپ له دریځ څخه ملاتړ کوي چې د خپلې ولسمشرۍ په وروستیو کې یې د بارک اوباما له ادارې سره ښې اړیکې نه درلودې، د کابل – واشنګټن امنیتي او دفاعي تړون یې لاسلیک نه کړ چې دا ددې سبب شو چې د حامد کرزي او اوباما ترمنځ اړیکې سړې شي.

یوه بله ستونزه چې د کابل – واشنګټن ترمنځ یې اړیکې خړې پړې کړې، شپنې عملیات وو، چې د حامد کرزي پروینا د ولسي وګړو مرګ ژوبلې ډېرېدو سبب کېدل.

له دغو ناندریو وروسته حامد کرزي روسیې ته ډېره لېوالتیا وښوده او د کاري دورې په پای کې یې د واشنګټن دوو رقیبانو چین او روسیې ته سفرونه وکړل.

حامد کرزي له روسي چارواکو سره په لېدنو کې، د افغانستان او روسیې پخوانیو اړیکو ته په اشارې سره د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا غوښتنه وکړه.

ښاغلی کرزی داسې مهال د واشنګټن – مسکو له اړیکو ملاتړ کوي چې د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرامپ بهرنی سیاست تراوسه دده له خولې په روښانه توګه نه دی بیان شوی او روسیه، په دې وروستیو کې د افغانستان په چارو کې پر لاسوهنه تورنه ده.