ولسمشر: په دفاع وزارت کې فساد د سرتېرو مرګ ژوبله زیاته کړې

| 9 January 2017, 16:29

 ولسمشر محمد اشرف غني وايي، چې په امنیتي ارګانونو په ځانګړي ډول ملي دفاع وزارت کې شته فساد د سرتېرو د مرګ ژوبلې د زیاتېدو لامل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه، چې دی په همدې موخه په ملي دفاع وزارت کې د ۷۰۰ کارکوونکو څوکۍ تغير او تبدیل کړي دي.

محمد اشرف غني د دوشنبې پر ورځ د افغان ځواکونود شهیدانو په یاد جوړه شوې غونډه کې اندیښنه وښوده، چې د فساد د له منځه وړلو په موخه یې په تېرو شپږو میاشتو کې د ملي دفاع  د۷۰۰ کارکونکو  دندنې تغیر او تبدل کړې دي، چې زیاترو کسانو یې  له ۳ کلنو ډير په دغو دندو  کار کاوه.

غني زیاتوي، چې د تدارکاتو بهیر او همدا ډول د امنیتي ځواکونو ټپيانو ته د رسیدنې په برخه کې بنسټيز بدلونونه راغلي دي.

ښاغلی غني په دغو مراسمو کې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ۱۴ کورنیو ته د جوړو شوو کورونو کلي‌ګانې وسپارلې او ټينګار يې وکړ، چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو کورنیو ته به د سرپناه ویشلو لړۍ دوام  و کړي.

د ولسمشر پر وینا، تر راتلونکو درېیو کلنو پورې به د امنیتي ځواکونو د ټولو شهیدانو کورنیو ته کورونه ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې "سیګار" یا په افغانستان کې د امریکا د مرستو د څېړلو ادارې په وار وار راپورونه خپاره کړي و، چې د افغانستان په امنیتي ارګانونو په ځانګړي توګه د ملي دفاع وزارت د تېلو په قراردادونو کې میلیونونه ډالر فساد شوی دی.