په افغانستان کې د لومړي ځل له‌پاره د ودانیو توليدي فابریکه جوړيږي

| 7 January 2017, 21:21

 

د ښار جوړونې وزارت چارواکي وايي، چې په افغانستان کې به د ۱۲ میاشتو په دننه کې د ولسمشر په طرحه د ودانیو د موادو توليدي فابریکه جوړه شي.

دې توليدي فابریکې سره به د ودانیو په جوړولو کې جوړوونکی په هر متر کې ۱۰۰ ډالره ګټه وکړئ.

 دغه فابریکه به په ودانیو کې کارېدونکي ودانیز وسایل لکه دروازه، کړکۍ او نور اړوند توکي له مخکې جوړوي او تاسو په تیاره فقط فرمایش ورکړۍ او کورونه مو پرې ښکلي کړئ.

 د ښارجوړوني وزیر سید سعادت منصور نادري وویل، چې تړون يې له ترکانو سره د ولسمشر په حضور لاسلیک کړی او د دې فابریکې پر جوړولو به ۱۱،۴ میلیونه ډالر مصرف راځي. 

د دغې فابریکې طرحه ولسمشر جوړه کړې وه.

 هغه وايي، چې دغه فابریکه به د لومړي ځل له‌پاره په هېواد کې د ښونځيو، پوهنتونونو او روغتونونو له‌پاره د ۳۷ ماشینونو په‌واسطه ودانیز مواد جوړ کړي.

اوس‌مهال په افغانستان کې د دغو ودانیزو توکیو د هر متر موادو بیه ۳۵۰ امریکايي ډالره ده، چې ۱۲۲ میاشتې وروسته به د هر متر بیه ۲۷۵ امریکايي ډالرو ته راټيټه شي.

یاده فابریکه د دې ترڅنګ چې دا فابریکه په کم وخت لوړ کیفیت لرونکي مواد جوړوي؛ د کورنیو صنایعو له هم مهاله زیاتوالي سره کاري موکې زیاتوي.

له بل لوري د "ویفا" په نوم د ترکي شرکت رییس "ارهان ګونر" د دغه تړون لاسلیک پر مهال په افغانستان کې له‌دې پانګونې خوښي وښوده او ژمنه يي وکړه، چې په دې برخه کې به ډېرې نورې مرستې هم وکړي.