د کابل ښار برېښنا خرابوالي د مخنیوي په موخه نوی "سب‌ستیشن" جوړيږي

| 4 January 2017, 22:51

 

د افغانستان په بغلان ولایت کې د ۴۲ میلیونه ډالرو په ارزښت د یو سب‌ستیشن کار پېل شو، چې له جوړيدو وروسته به يې په کابل ښار کې د برېښنا د پرچاوي مخه هم ونیول شي.

د انرژي او اوبو وزارت چارواکي وايي، چې د برېښنا دغه سب‌ستیشن د کابل د برېښنا پیاوړتیا له‌پاره د پلخمري په خواجه الوان دښته کې د ترکمنستان هېواد په مرسته جوړیږي.

د انرژي او اوبو وزارت یوه چارواکي انجینر عبدالبشیر رسنیو ته ویلي، چې د برېښنا دغه سب‌ستیشن د کابل د برېښنا پیاوړتیا له‌پاره د پلخمري په خواجه الوان دښته کې د ترکمنستان په مرسته جوړیږي.

هغه وايي، چې " دغه سب‌ستیشن ۵۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري، چې دا د ګاونډي هیواد ترکمنستان وارداتي ه بريښنا ده او ددغه سب‌ستیشن لګښت د اسیا پراختیايي بانک پرغاړه اخیستی".

انجینیر بشیر وايي، دغه سب‌ستیشن ځکه جوړیږي، چې د کابل بریښنا ۲۲۰ کیلو ولټه ده او پر وینا يې که کومه ستونزه پیدا کړي یاهم د لارې په اوږدو کې پرې شي د یو مرستندویه سب‌ستیشن په توګه مرکز سره نښلي چې په دوام‌داره توګه به کابل بریښنا ولري او د کابل خلک بې‌بریښنا نه شي.

په همدې حال کې د بغلان والي عبدالستار بارز یاده پروژه د هیواد له‌پاره مهه بولي او وايي، چې دغه سب‌ستیشن د بغلان او ګاونډیو ولایتونو بریښنا سربیره د کابل بریښنا هم په دوام داره توګه تامینوي.

د بغلان چارواکو پروینا، تمه کیږي چې تر راتلونکو ۱۵ ورځو پورې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې یو بل سب‌ستیشن ګټې اخسیتنې ته وسپارل شي.

د دغه سب‌ستیشن کار درې کاله وړاندې پیل او لګښت یې ۱۸ میلیونه ډالر اټکل شوی.