د حکومت او بشري حقونو ګډې څېړنې نتیجه: په امنیتي ځواکونو کې کم عمره ماشومان نه‌شته

| 3 January 2017, 19:51

د افغان حکومت او بشري حقونو ګډ پلاوي د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د کم‌عمره ماشومانو په اړه د خپلو څېړنه نتیجه اعلان کړه.

دوی وايي، چې د دوی د څېړنو نتیجه وايي، چې د افغان امنیتي ځواکونو په لیکو کم‌عمره ماشومان نه‌شته.

دې پلاوي د ۳۴ ولایتونو د امنیتي ځواکونو د جلب او جذب مرکزونه او جوزتامونه څېړلي دي.

د قومونو په چارو کې د ولسمشر سلاکار او د دې څېړنیز پلاوي غړي محمدیونس هوتک وویل، د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ټولو شاملو سرتېرو قانوني عمر پوره کړی او د امنیتي ځواکونو په لیکو کې هېڅ داسې سرتېره نه شته، چې له ۱۸ کلونو کم عمره وي.

محمد یونس هوتک هغه اوازې رد کړې، چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې ماشومان موجود دي او جنسي استفاده ترې کېږي.

هوتک پر وینا، د پلاوي د موندنو راپور به له ولسمشر سربېره نړیوالې ټولنې ته هم په واک کې ورکړي او په دې برخه کې به شته اندېښنو ته ځواب ووايي.

همدارنګه په دې پلاوي کې د بشري حقونو خپلواک  کمېسیون استازي عبدالله عابد غونډې ته وویل، د امنیتي ځواکونو په لیکو یې له ۱۸ کلونو کم عمره سرتېري ونه موندل، خو بیا هم  د شفافیت په موخه د خپلو څېړنو پرمهال شاوخوا ۲۰ هغه کسان چې ظاهرا یې عمرونه له ۱۸ ټیټ ښکارېدل د امنیتي ځواکونو له لیکو رابېل کړل.

د هغه پر خبره، نږدې ۳ زره نور هغه  د نشه یي توکو د کارونې او یا هم د فزیکي فعالیت کمزورتیا له امله رد شوي دي.