په کندهار کې د یوه نارینه په ګډون د ۵ ښځو د وژلو په تور ۴ تنه ونیول شول

| 1 January 2017, 22:21

 

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې دوی ۴ هغه کسان نيولي، چې پرې د ۵ ښځو او یوه نارینه د وژلو تور دی.

د کندهار امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مل‌پاسوال رحمت‌الله اطرافي نن خبري غونډه کې وویل، امنیتي ځواکونو هغه څلور کسان نیولي چې د کندهار هواي ډګر پنځه ښځینه کارکونکې او دهغوی موټر چلونکی یې وژلي دي. 

نږدې یوه نیمه اونۍ وړاندې د کندهار ښار پنځمې ناحیې اړوند سیمه کې د کندهار هوايي ډګر پنځه ښځینه کارکونکې او د هغوی یو موټرچلونکی تر وسله وال برید لاندې راغلل او   ووژل شول. 

تورن هریو "هدایت الله مشهور په پالوان، تاج محمد، جمعه خان او ګل احمد مشهور په کوچني طالب" په امنیه قوماندانۍ کې رسنیو ته وروښودل شول. 

اطرافي زیاته کړه، د پيښې یو بل تورن سردار ولي تښتېدلی، خو پولیس یې د نیولو هڅه کوي. 

له نیول شویو کسانو دوو یې پر خپلو کړنو اعتراف وکړ او یوه بل (کوچنی طالب) ویل چې بې‌ګناه نیول شوی او په هیڅ نه دی خبر. 

له تورنو یومیل تومانچه هم ترلاسه شوې.