ترکیه د لومړي ځل له‌پاره په کندهار کې د ویزې مرکز پرانیست

| 27 December 2016, 18:33

 

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د لومړي ځل له‌پاره د ترکيې هېواد په دغه ولایت کې د ویزې مرکز پرانیست او له‌دې وروسته به له همدغه ځایه تجارتي او نورې ویزې ورکړل شي.

د یاد ولایت والي ډاکټرهمایون عزیزي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، هیله لري د ویزې ورکولو دغه مرکز په قونسلګرۍ بدل او ورسره نورې اسانتیاوې هم رامنځ ته شي.

همایون عزیزي غوښتنه وکړه، چي د سوداګرۍ ترڅنګ په کار ده، چي د دې زون ځوانانو ته په ترکیه د تحصیل او کار زمینه هم چمتو شي، چي له ترکيې څخه له راتګ سره سم اقتصادي او علمي تجربې له ځانه سره راوړي. 

د کندهاري سوداګرو په استازیتوب د عینو مېني مسؤل محمود کرزي وویل، چې دغه مرکز به د ترکیې او افغانستان پر تاریخي دوستۍ نوره هم ښه اغیزه وکړي.

کرزي له ترکیې غوښتنه وکړله، چي په کندهار کې دې یو لوی معیاري روغتون هم جوړ کړي. 

همدارنګه په افغانستان کي د ترکيې سفیرعلي سید اکین وویل، د ویزې ورکولو مرکز له پرانستېنې وروسته به په دې نژدې ورځو کي له کندهاره د ترکیش ایرلاین الوتنی هم پیل سي.

اکین زیاته کړه، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې برخه کې د اسانتیاو په برخه کې به هم کار وکړي.

په کندهارکې په داسې حال کې د ترکيې د ویزې غوښتنې مرکز پرانیستل کیږي، چې په څو ځله د لوی کندهارسوداګرو ویلي وو چې په مرکز کابل کي د ویزې بهیر ځنډنی دی.