افغانستان هغه هيواد چې یوازې ۱۰۰ زره ماشومان يې په نشه روږدې دي

| 22 December 2016, 19:08

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ اوسمهال په ټول افغانستان کې ۱۰۰ زره ماشومان په نشه‌يي توکو روږدي دي.

د یاد وزارت چارواکو په نشه‌یي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې له‌پاره د یو مرکز په پرانست غونډه کې وویل، چې ۳ میلیونه افغانان په نشو روږدي دي، چې له دې ډلې ۱۰۰ زره هغه یې ماشومان او له ۶۵۰ زرو تر ۸۰۰ زرو پورې مېرمنې دي.

د ماشومانو او مېرمنو د درملنې له‌پاره دغه جوړ شوی مرکز ۱۵۰ بستره لري.

همدارنګه غونډې ته د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وویل، چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې باید په سمه‌ییزه او نړیواله کچه مبارزه وشي.

هغه زیاته کړه، چې تر هغه چې  په افغانستان کې د نشه‌یي توکو د کښت مخه و نه نیول شي، ناشونې ده، چې په نشه‌یي توکو د روږدو کسانو مخه ونیول شي.

له بل لوري په غونډه کې د نشه‌یي توکو سره د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي وویل، نړیوال دې نشه‌یي توکو د ختمولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي او په دې برخه کې دې له افغانستان سره عملاً کار وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نشه‌يي توکو د مخنیوي په موخه هر کال په افغانستان کې سلګونه میلیونه ډالره د نړېوالې ټولنې له خوا مصرفيږي، خو نه یوازې دا چې د نشه‌یي توکو په کر او قاچاق کې کموالی نه دی راغلی، بلکې په ځينو ځایونو کې د دغو توکو کر او قاچاق زیات شوې هم دي.