راتلونکي کال له‌پاره د کوکنارو له منځه وړلو طرحه تایید شوه

| 21 December 2016, 17:51

 

د هېواد د ملي امنیت شورا، د سې شنبې ورځې غونډه کې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶ لمریز کلونو لپاره د کوکنارو له منځه وړلو پلان طرح تایید کړه.

د ولسمشری ماڼۍ څخه خپره شوې ویناپاڼه وایې، دې شورا ټولو امنیتي او دفاعي بنسټونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته امر کړی چې د کوکنارو له منځه وړلو کې خپله همکاري ډېره کړي.

د ولسمشر د امر له مخې د هېواد په شپږو ولایتونو کې باید د کوکنارو کښت صفر شي.

دا په داسې حال کې ده چې نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت نه دی توانېدلی چې سږ کال د ناامنیو او جګړو له امله خپلې موخې ته ورسیږي.

د راتلونکې کال د پلان له مخې په پام کې ده چې له ۱۴ زره هکتارو څخه ډېره ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شي.

ویل کیږي چې ناامنی، د قانون نه پلې کېدل او د دولت د وسله والو مخالفینو ترهګریز فعالیتونو ددې لامل شوي چې په یوشمېر هغو ولایتونو کې چې تردې وړاندې پکې د کوکنارو کښت صفر شوی ؤ، په روان کال کې یو ځل بیا د کوکنارو د کښت شاهد شي.

په روان میلادي کال کې پر ۲۰۱ زره هکتار ځمکه کوکنار کرل شوي، په داسې حال کې چې په تېر کال کې دغه شمېره ۱۸۳ زره هکتارو ته رسېده.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې هم د کوکنارو په کښت کې ۱۰ سلنه او د نشه يي توکو په تولید کې ۴۳ سلنه زیاتوالی راغلی.

افغانستان په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د نړۍ په کچه ۷۰ سلنه نشه يي توکي تولید کړي دي.

له بل لوري افغان چارواکو، په نړېوالو بازارونو کې د نشه يي توکو غوښتنه، په هېواد کې ناامني، نړېواله مافیا او نشه يي توکو سره مبارزې لپاره د دولتي امکاناتو کموالی د کوکنارو کښت له منځه وړلو پروړاندې اصلي خنډونه بللي دي.