پولیس: د برلین د پېښې عامل پاکستانی دی

| 20 December 2016, 23:04

 

د جرمني پولیس د خپلو څېړنو نتیجه له رسنیو سره شریکه کړه.

دوی وویل، چې د برلین په ښار کې تېره شپه شوی ترهګریز برید د يو پاکستاني کډوال له خوا ترسره شوی دی.

یاده دې وي، چې تېره شپه د یوې لارۍ چلوونکي د کرسمس د سوغاتونو له‌پاره پر جوړ شوي بازارګي خپله کانتینري لارۍ وروخېژوله.

د دغه پېښې له امله ۱۲ تنه مړه او ۴۸ نور ټپيان شول.

خو دا تر اوسه نه ده معلومه، چې پېښه قصدي شوې او که لارۍ ته کومه تخنیکي ستونزه رامنځ ته شوې.

د جرمني پولیس وايي، چې د لارۍ چلوونکی یې نیولی او داسي ښکاري چې پاکستانی دی.

په رسنيو کې د پېښې عامل نوید نومی یاد شوی او ۲۳ کلن‌ پاکستانی دی .

د یاد هېواد د ډي پي اې خبري اژانس په حواله،  دغه کس د ۲۰۱۶ د فبرورۍ په ۱۶ مه جرمني ته پناه وړې وه.

 دغه شخص پخوانی جرمي سابقه هم لري.

د یاد هېواد د" آی آر ډي" د امنیتي چارواکو په قول ویلي، چې د لارۍ چلوونکی د ۱۹۹۳ م کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه په پاکستان کې زېږېدلی دی.

د المان د پولیسو پر وینا، کېدای شي دا یو ترهګریز برید وي.