له افغانستان سره د انرژي په برخه څه باندې ۴۰۰ میلیونه ډالره مرسته کيږي

| 20 December 2016, 22:39

 

په پام کې ده، چې له افغانستان سره د اسیا پراختيايي بانک انرژۍ په برخه کې ۴۱۵ میلیونه ډالره مرسته وکړي.

د اسیا پراختیايي بانک مشر "توماس پنیلا" د افغانستان له مالیې وزیر اکلیل حکیمي سره نن سه شنبه په کابل کې د انرژي په برخه کې د پانګونې تړون لاسلیک کړ.

په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د ماليې وزیر حکیمي وویل، چې د انرژي سکټور د افغان حکومت په لومړیتوبونه کې دی او د اقتصاد په برخه کې ستر رول لوبوي.

هغه زیاته کړه، چې د دې پروژې ستر تمویلونکی د اسیا پراختیايي بانک دی.

نوموړي وویل: "نن موږ د انرژۍ سکتور په برخه کې د پانګونې پروګرام دویم قسط شاهد یو چې لومړی قسط يې د تیر کال په دسمبر میاشت کې لاسلیک شوی و او نننۍ پروژه د ۴۱۵ جمع ۵ میلیونه ډالره ده چې د افغان حکومت سهم دی لاسلیک کوو."

له بل لوري غونډې ته په افغانستان کې د اسیا پراختیایې بانک څانګې رییس توماس پنیلا وویل، چې د انرژۍ نشتوالي په افغانستان کې د اقتصادي پرمختګ او د خلکو پر اقتصادي حالت منفي اغیز لري. 

هغه زیاته کړه، چې د دغه پروګرام موخه په افغانستان کې د انرژۍ تامین پراختیا، اقتصادي وده او د فقر کمول دي.

د ویلو ده، چې همدا اوس افغانستان ۸۰ سلنه بریښنا له ګاونډیو هیوادونو لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستانه په لوړه بیه واردوي خو بیا هم په ژمي موسم کې د بریښنا نشتوالی افغانان له زیاتو ستونزو سره مخ کوي.