د کرکټ بورډ نوی مشر او پاتې پخواني جنجالونه

| 17 December 2016, 19:04

 

افغان حکومت اعلان وکړ، چې له دې وروسته به د افغانستان د کرکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل وي.

دغه اعلان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ د حکومت د څو وزیرانو پواسطه وشو، چې عاطف مشعل باید د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني مشر نسیم‌الله دانش پرځای دنده پرمخ یوسي.

د نوي رییس په پېژندغونډه کې د هېواد د ماليې وزیر اکلیل حکیمي او د ښارجوړونې وزیر سید منصور سادات نادري او د ملي شورا غړو ګډون کړی و.

د کرکټ بورډ دغړو په استازیتوب د مالیې وزیر د مشعل د پیژندلو په غونډه کی وویل، عاطف مشعل د یوې شفافې پروسې په پایله کې غوره شوی او پر وینا يې له ده سره دوه نور نوماندان هم وو.

هغه زیاته کړه، چې د کرکټ بورډ نوی مشرعاطف مشعل د افغانستان کرکټ ودې ته یو ژمن او په کار پوه شخص دی.

دی وايي، چې له نوي مشره دا تمه کيږي دغه لوبه ملي ، بودیجه به یې زیاته او هم به په هیواد کې د کرکټ لوبې ته اسانتیاوې برابرې کړي.

همدارنګه په دغه غونډه کې د مشرانو جرګې مشر فضل‌هادي مسلمیار هم ګډون کړی و.

ده وویل، چې بدلون د هرې ادارې اصل دی او د پخواني مشر نسیم‌الله دانش په ګډون باید د کرکټ بورډ ټول غړي نوې پریکړې ته د کرکټ د ودې په موخه غاړه کیږدي.

هغه دا هم وویل، چې عاطف مشعل د کرکټ بورډ غړو له‌خوا غوره شوی دی او د مشرانو جرګې په ګډون يې ټول حکومت ملاتړ کوي.

همدارنګه نوي ګومارل شوي مشر شکرالله عاطف مشعل په خپلو خبرو کې وویل، چې غواړي کار له ۶ برخو پېل کړي، چې پر وینا يې د افغانستان کرکټ به يې د پلي کولو له امله پرمختګ وکړي.

هغه زیاته کړه، چې په دغو مواردو کې د کرکټ سیسټم جوړول، په کرکټ کې عمومي رڼښت، د لوبغاړو د ټاکنې روښانه کړنلاره د کرکټ بورډ ملي او مستقله کول شامل دي.

مشعل دا هم وویل، چې د کرکټ په سترو پریکړو کې به د پخوانیو لوبغاړو سره هم مشوره وکړي.

نسیم‌الله دانش  ۲ کاله وړاندې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په فرمان د هماغه وخت اجرایوي مشر ډاکټر نورمحمد مراد په ځای د افغانستان کرکټ بورډ مشر ټاکل شوی وو.

دی وروسته له هغې له دندې لرې کړای شو، چې د شاپورځډران او شفیق الله شفق په شمول یو شمیر کرکټ لوبغاړو پرې سختې نیوکی وکړې.

د شاپورځډران نیوکو په ټولنیزو رسنیو کې خورا زور واخیست او د زیاتو کرکټ مینه‌والو له توندو غبرګونونو سره مخ شو.

د ده په اړه په ټولنیزو رسنیو په ځانګړي توګه فیسبوک او ټویټر کې زیاتې لیکنې کېدې، چې په ځينو کې د سختو الفاظو د کارولو ترڅنګ ورباندې د یو کمزوري مدير تور هم پورې کېده.

اوس د نوي مشر له ټاکلو لا یوه ورځ نه‌تيريږي، چې پر ده هم نیوکې پېل شوي او بېلابېل تورونه پرې لګول کيږي.

داسې ښکاري، چې د نسیم‌الله دانش پلویان به هم له دې وروسته ارامه نه کېښني او پر نوي مشر به د تورونو لړۍ جاري ساتي.