په کابل کې به ۲۴ زره کورنۍ له څښاک پاکو اوبو برخمنې شي

| 14 December 2016, 18:04

 

د افغانستان ښارجوړونې وزارت خبر ورکوي، چې د دوی د یو تړون له مخې به د کابل ښار دشت‌برچي سیمې ۲۴ زره کورنۍ به د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي.

د ښارجوړونې وزیر سید منصور نادري له یو کوریايي شرکت سره د کابل په لویدیځ کې ۲۴ زرو کورنیو ته د څښاک اوبو برابرولو په موخه د ۶،۵ میلیونو ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ.

هغه وویل، چې په دې پروژه کې د څښاک اوبو چمتوکول، سړک جوړول، د څلورو ژورو څاګانو کیندل او د اوبو رسونې شبکې جوړول شامل دي، چې د کابل په ۱۳ ناحیه دشت برچي سیمه کې عملي کېږي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغې پروژې د طراحۍ او نظارت چارې د کوریکا په نوم دفتر پرمخ وړي.

د معلوماتو له مخې اوسمهال د کابل ښار ۲۸ سلنه اوسېدونکي له صحي اوبو ګټه اخلي او په پام کې ده، چې د مالي ملاټرو په مرسته دغه وزارت د پلازمېنې په نورو سیمو کې هم د اوبو رسونې پروژې جوړې کړي.

له بل لوري بیا، د کوریا اسیايي برخې رییس چاند یونګ غونډې ته وویل، چې هېواد يې له افغانستان سره د همکاریو دوام ته ژمن دی او په راتلونکي کې به د څښاک اوبو چمتوکولو پروژې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې عملي کړي.

د یادونې ده، چې په پام کې ده د کابل په دشت‌برچي سیمه کې د څښاک پاکو اوبو پروژه تر ۲۰۱۹ میلادي کال پورې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.