لغمان کې زرګونو بېرته ستنو شویو کډوالو ته نوی ښار ګوټي جوړيږي

| 10 December 2016, 20:48

 په پام کې ده، چې په لغمان ولایت کې ۱۲ زره بېرته ستونو شویو کډوالو ته ښارګوټی جوړ شي.

دغه ښارګوټی به د یاد ولایت په بابا صیب دښته کې جوړ شي، چې نن يې پروژه پرانیستل شوه.

د دغې ښارګوټي ودانۍ به په ۳ زره جریبه ځمکه کې جوړې شي، چې کډوالو ته به په‌کې د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

همدارنګه نن په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې سلو کډوالو کورنیو ته د ځمکې سندونه هم ورکړل شول.

راپور وايي، چې د دوی د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، دغه ښارګوټي کې ۱۲ زره نومرې به کډوالو باندې ویشل کيږي، چې د اوبو سیسټم نه نیولې هر ډول لازم اسانتیاوې به ورته برابرې شي.

بلخي زیاته کړه، چې دغو کډوالو ته به ژر یوه اندازه ژمنۍ مرستې هم ورسوي.

همدا ډول به د دغه ښارګوټي د سرکونو، پلونو، روغتیايي مرکزونو د جوړولو تر څنګ به یې د برېښنا غم هم وخوري او د نورو اړتیاوو د پوره کولو هڅۍ هم ګړندۍ ساتي.

له بل لوري د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د نومرو په ویشلو کې د روڼتیا ډاډ ورکړ.

نعیمي زیاته کړه، چې دې برخې ته د ښې رسیدنې په خاطر اړوند کمېسیون دنده لري، څو د قانون او طرزالعمل سره سم په لومړي قدم کې په دغه ښارګوټي کې په هغو کډوالو کورنیو استوګنیځې نمرې وویشي، چې په ۲۰۱۶ کال کې تازه لغمان ولایت کې ځای پرځای شوې دي.

د معلوماتو له مخې په دې وروستیو نږدې ۵۰۰ کورنۍ لغمان ولایت ته بېرته ستنې شوي، چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې میشت دي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>