د یوې الوتکې په پرځېدو کې د برازیل فوټبال مهم لوبغاړي وژل شوي

| 29 November 2016, 18:46

 

راپورونه وايي، چې تېره شپه ناوخته د کولمبیا په میډلن ښار کې یوه الوتکه غورځېدلې، چې له امله يې ۷۶ تنه وژل شوي.

د معلوماتو له مخې په دغه الوتکه کې د برازیل هغه فوټبالبران سپاره وو، چې غوښتل يې د سویلي امریکا په فوټبال لوبو کې برخه واخلي.

د نړېوالو رسنيو د خپرو شویو راپورونو له مخې په الوتکه کې ټولټال ۸۱ تنه سپاره و، چې ۶ تنه پکې ژوندي پاتې او په ژوندي پاتې شویو کې د الن روسچل په نوم یو فوټبال لوبغاړی شامل دی.  

لومړني معلومات دا ښي، چې الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله سقوط شوې او له امله يې د فوټبال راتلونکې چهارشنبې سیالۍ هم ځنډول شوې دي.

دغه الوتکه، چې د بولیویا څخه کولمبیا ته الوتلې وه د نورو کسانو سربېره په‌کې د برازیل هېواد د چپکیو کلب لوبغاړي سپاره وو او د سویلې امریکا په دویمو اتلولیو کې يې د ګډون نیت درلود.

د چپکیو کلب مسوولینو په الوتکه کې د خپلو لوبغاړو شتون د تایید ترڅنګ ویلي، چې له هغو سره نور میلمانه هم و.

تر اوسه د لوبغاړو د نومونو او کره شمېرې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د کولمبیا د میډیلن ښاروال "یډریکو ګټیریز" د دغې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او د ۶ تنو د ژوندي پاتې کېدو خبر هم تاییدوي.