د "موی‌تای" په نړېوالو ورزشي سیالیو کې افغان لوبغاړو ۳ مډالونه وګټل

| 27 November 2016, 17:58

 راپورونه وايي، چې افغانستان په موی‌تای ورزشي سیاليو کې ۳ مډالونه ګټلي او ځينې يې بیا لوبې هم بایللې دي.

په دغو لوبو کې د افغانستان له پاره د روسیې په نړیوالو موی‌تای سیالیو کې سهراب احمد شجاع جمال، سید روح الله  او موسوي سلحشور دغه مډالونه وګټل.  

په دې اړه د افغانستان المپیک ملي کمیټې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سید روح الله موسی په ۵۱ کیلو ګرامه وزن کې خپل فرانسوي سیال ته په ماتې ورکولو سره د برونز لومړی مقام وګاټه.

له بل لوري بیا احمد شجاع جمال بیا په ۴۵ کیلو ګرامه وزن کې هم کوربه روسي لوبغاړي ته په ماتې ورکولو سره د برونز دویم مډال افغانستان ته ترلاسه کړ او  وروستی درېیم د برونز مډال بیا د افغانستان له پاره سهراب سلحشور په ۷۵ کیلو ګرامه وزن کې ترلاسه کړ، چې ازبکستاني سیال ته یې ماتې ورکړه.

علي نظري هم افغانستان ته په ۶۷ کیلو ګرامه وزن کې د مډال ګټلو هڅه وکړه، چې لومړۍ لوبه کې یې ازبکستاني سیال ته ماتې ورکړه.

خو له بلې خوا بیا په دویمه لوبه کې د خپل وزن څو ځلي نړیوال اتل ایراني سیال سلیمان کاوه خلاف ماتې وخوړه او له مخکې تګه پاتې شو.

د سیالیو په دوام د افغانستان له پاره سلمان میرزایي او جواد غلجایي هم ښه ونه ځلیدل او د روسي سیالانو په وړاندې یې ماتې وخوړې.

همدارنګه محمد یوسف جهانګیر په ۵۷ کیلو ګرامه وزن کې د قزاقستاني سیال په وړاندې ماتې وخوړه او افغانستان ته په مډال ګټلو بریالی نه شو.

د روسیې په کوربتوب د موی‌تای نړیوالې سیالۍ تیره اونۍ پیل شوي او نن د یاد هیواد په "کازان" ښار کې پای ته ورسیدې.

په دې سیالیو کې د افغانستان څخه د ۷ لوبغاړو په ګډون ۱۰ کسیزې ډلې برخه اخیستې وه.