کشاف: د افغانستان جګړه د مخدره توکو پر مټ روانه ده

| 1 November 2016, 20:41



د افغانستان د دیني عالمانو شورا رییس مولوي قیام‌الدین کشاف وايي، چې اوسمهال د افغانستان جګړه د مخدره توکو پر مټه روانه ده، چې له امله يې زیات شمېر بې ګناه افغانان وژل کيږي.
نوموړي زیاته کړه، چې له یوې خوا د مخدره توکو له امله ځينې افغانان په تدریجي ډول له منځه ځي او له بلې خوا بیا له دې امله د رامنځ ته شوې جګړې له امله زیات شمېر يې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
قیام الدین کشاف د سې شنبې په  ورځ (نوامبر۱) په کابل کې د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې د دیني عالمانو ملاتړ تر سرلیک لاندې غونډه کې، له دیني عالمانو وغوښتل چې د جمعې ورځې په خطبو کې باید خلکو ته د نشه‌یي توکو زیانونو په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
له بل لوري  د نشه ‌يي توکو پرضد مبارزې وزیرې سلامت عظمي په دې اړه جوړې شوې غونډې ته وویل، چې دیني عالمان د نشه‌يي توکو زیانونو په اړه د افغانانو  پوهاوي او د دغو توکو  په له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی شي.
دوی زیاته کړه، چې هر کال د نشه يې توکو له امله په نړۍ کې ۷۰ میلیارډه ډالر تر لاسه کيږي او که چېرې یو میلیارډ ډالر يې د افغانستان پر ناامنیو ولګول شي، نو دغه هېواد ناامن کولی شي.
د ویلو ده، چې د افغانستان د نشه يي توکو له امله هر کال قاچاق وړونکي په میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کوي، چې له دغو پېسو ۷۰ سلنه يې بهرنيو قاچاقچیانو جیبو ته ځي او ۳۰ سلنه يې د دولت مخالف وسله والو پر تمویل مصرفيږي.