د هرات د ښځو څلورمه نړېواله جشنواره پای ته ورسېده

| 23 October 2016, 19:58



د دغې جشنوارې مراسم، چې تېره شپه ناوخته (اکټوبر ۲۲مه) د کابل په کانتیننتال هوټل کې پای ته ورسېد پکې د نړۍ له ۲۰ بېلابېلو هېوادونو، فلم جوړونکي، لیکوالان، شاعران او نور هنرمندانو ګډون کړی و.
د له شعارونو یو يې "ټوپک مات او له ما سره سندره ووایه" و.
د افغانستان هرات ولایت د ښځو د فلم څلورمه نړېواله جشنواره یو هغو جشنوارو دی، چې په سیمه کې ساری نه لري او د نړۍ د زیاتو هېوادونو نوموتي فلمونه پکې سیالۍ کوي.
د "خانۀ فیلم رویا" مشرې او د دغې جشنوارې یو تن جوړونکې رویا سادات وویل، چې دوی سینما په افغانستان کې د ډېرو کمو امکاناتو څخه شروع کړی او د ناامنیو او نورو کورنیو ستونزو له وجې يې سختې ستونزې ګاللې دي.
هغې وویل، چې د هنر څخه په استفادې سره باید اجازه ور نه کړل شي، چې جنګ ارزښتونه له منځه لاړ شي.
همدارنګه یو بل ګډون کوونکې او د "ارمان شهر" رییسې ګیسو جهانګیري وویل، چې دوی ۴ کاله مخکې د دغې جشنوارې بنیاد د مارچ په ۸ مه د ښځو نړېوالې ورځې په مناسبت کېښود، خو پر وینا يې اوس ډېر مشهوره شوې او د نړۍ فلم جوړونکي ورته ارزښت ورکوي.
د ارمان شهر رییسې زیاته کړه، چې د "لوبو سامان راوړې، ټوپک مات کړئ او یو بل سره سندرې ووایو" د دغې جشنوارې اصلي پيغام دی.
یاده دې وي، چې ، سېدجلال روحاني، شمیم حق‌شناس، عاقله رضایي، احسان‌الله وکیلي، فرشته صافي، فیضه امیني، خادم‌حسین بهنام، صدام دلاور، صدام واحدي، سیداحمدضیا ابراهیمي، شفق سیاه‌پوش، یاسین یاوري، عبدالله رضایي، غلام‌رضا جعفري، امید مرزبان، زینب انتظار، ویگا مقربي، غفار آزاد، رضا جعفري، صامره رضایي، فرحناز یوسفي، مهدي پویازاده او حکیم سروش هغه فلم جوړونکي او هنرمندان و، چې په دغه جشنواره کې تشویق شول.
د معلوماتو پر بنسټ سږکال په دغه جشنواره کې له افغانستان، هند، میانمار، ترکیې، فرانسه، مصر، ایټالیا، بریټانیا، بلژیک، ایران، روسیه، امریکا، لبنان، ویتنام، چین، بنگله‌دیش، قزاقستان، المان، پرتگال او جنوبي کوریا هېوادونو څخه جوړ شوي فلمونه یو له بل سره رقابت وکړ.
فاطمه معتمداریا، انا ترزدي، سمریتي انوایتا او همایون پاییز د دغې جشنوارې د فلمونو په اړه د پریکړه کوونکو له ډلې څخه وو.
د هرات د ښځو څلورمه نړېواله جشنواره کې له المان څخه تر ټولو ښه غږ جایزه روزا روکس ته د "زما فضا" فلم له امله، له هند څخه سویر پاسان ته په فلم اخیستلو کې تر ټولو ښه مدیرې "جغد شاخدار" فلم له امله ترلاسه کړه.
له بل لوري له روسیې نه اوکاترینا اوګرینا په نوم "ارزښت" نومي فلم کې د تر ټولو ښه اداکارې جایزه وګټله.
همدارنګه یو بل لبناني ته د "سام خوري فلم" په اړه تر ټولو د ښه اداکار جایزه ډالۍ شوه، چې د فلم نوم يې "د جامع کلیسا نابینا" و .
په داستاني فلمونو کې بیا جایزه فرانسوي کامیل فونتین د "تصادفي" په نوم فلم کې ترلاسه کړه.
د "آب" فلم جوړولو له امله د سید جلال نوراني په نوم یو تن جایزه وګټله.
تر ټولو د ښه مستند جایزه "صحنه های از یک طلاق" فلم له امله دوو تنو شیرین برق او محمد رضا جهان پناه ته ورکړل شوه.
یاده دې وي، چې دغه جشنواره هرکال ترسره کيږي او تر اوسه  له ۱۰۰۰ زیاتو هنرمندانو، فلم جوړونکو او نورو نوموتو سینماګرانو پکې ګډون کړی دی.