کابل کې د کلیوالو مېرمنو ستر نندارتون پرانستل شو

| 19 October 2016, 21:33



د پلازمېنې کابل په بادام باغ سیمه کې د کرنیزو محصولاتو ۱۷ م نړېوال نندارتون او د کلیوالو میرمنو دویم ستر نندارتون پرانستل شو.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه نندارتون پرانستغونډې ته وویل، چې کلیوالې میرمنې د هیواد په هوساینه کې خورا مهم رول لوبوي او د دغو میرمنو نننۍ هڅې په راتلونکې کې هېواد روښانوي.
غني وویل، که څه هم د افغانستان ۱۵ سلنه نفوس له خوارۍ او بې وزلۍ سره لاس او ګریوان دي او ۴۹ تر ۶۰ سلنه خلک د خوړو خوندیتوب نه لري، خو بیا هم د کلیوالو میرمنو هڅې د خلکو په دسترخوان کې د بدلون راوستلو په پار یو ګټور ګام دی.
ولسمشر محمد اشرف غني دا هم وویل، چې دولت پر کلیوالو میرمنو یوازې ۳۰۰۰ تر ۶۰۰۰ افغانۍ پانګونه کړې په داسې حال کې، چې افغانستان کې میلیاردونه ښکته او پورته شوي دي.
د افغانستان ولسمشر وایي، سره له دې چې افغاني محصولات لوړ کیفیت لري، خو د پلور له پاره یې د سم بازار نه درلود، نو ځکه خو یې سمه وده نه ده کړې.
هغه کروندګرو میرمنو ته ډاډ ورکړ، چې د کلیوالو میرمنو پرګرام به په ټول افغانستان کې پلی کوي.