خلیلزاد: طالبان دې خپل پلاوي ته د اوربند په اړه د خبرو اجازه ورکړي

| 15 April 2019, 14:18

د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، چې له طالبانو سره د اوربند پر سر موافقه د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي لپاره تر ټولو لنډه لاره ده.

ښاغلي خلیلزاد د دوشنبې په ورځ په خپل ټویټر پاڼه کې د یو پیغام له لارې له طالب مشرانو څخه غوښتي، چې خپل مرکچي پلاوي ته د اوربند په تړاو د خبرو اجازه ورکړي.

هغه ویلي: «د اوربند په اړه موافقه د ملکيانو د مرګ‌ژوبلې د مخنیوي تر ټولو لنډه لاره ده، د طالبانو جیګ‌پوړي چارواکي دې خپلو استازو ته اجازه ورکړي، چې په دې اړه د بحث لپاره د خبرو میز ته راشي...».

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زیاته کړې ده، چې افغانان د یو هراړخیز اوربند چې په پایله کې یې تلپاتې سوله په افغانستان کې ټینګه شي غوښتونکي دي او دې هدف ته د رسیدلو لپاره امریکا د افغانانو په څنګ کې ولاړه ده.

زلمي خلیلزاد په داسې حال کې پر طالبانو د اوربند په اړه د بحث کولو غږ کړی، چې وسله‌والو طالبانو په افغانستان کې د "الفتح" په نوم د خپلو پسرلنیو عملیاتو اعلان وکړ. 

له دې وړاندې افغان حکومت هم د خپلو وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره د "خالد" په نوم د عملیاتو اعلان کړی وو.

ښاغلي خلیلزاد د طالبانو له خوا د پسرلنیو عملیاتو اعلان ته په غبرګون کې ویلي، چې له دغې ډلې سره یې د مذاکراتو پر مهال د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د کچې راټیټولو لپاره څو وړاندیزونه کړي، خو طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی او په دې برخه کې یې له امریکا سره له کار کولو ډډه کړې.

هغه ویلي، چې د طالبانو دا اعلان څومره د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل کیږي، په اړه به یې د افغانستان خلک قضاوت وکړي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>