د هیلوکاروان راډیو مسول افسر صادق وفات شو

| 15 April 2019, 13:34

په خوست ولایت کې د هیلوکاروان راډیو بنسټ ایښودونکی د اوږدې ناروغۍ له امله وفات شو.

تیره شپه د هیلوکاروان راډیو مسول افسرصادق د ورپیښې ناروغۍ له امله په پلازمینه کابل کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

افسرصادق، ۱۵ کاله په خوست  ولایت کې د هیلوکاروان راډیو چارې سمبالولې. هغه دتیر یو کال راهیسې سخت ناروغ وو او تل به یې د خپلې ناروغۍ له امله رنځ ګاله.

د نوموړي زوی انورصادق کابل مانیټور ته وویل چې پلاریې  په کابل کې په یوه روغتون کې بستر وو، چې تیره شپه یې ساه ورکړه.

افسرصادق دخبریالۍ ترڅنګ یو ښه ممثل هم وو او زیات شمیر ډرامو کې یې ونډه اخېستي وه.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>