د روغې‌جوړې شورا غونډه د مرکچي پلاوي له ټاکلو پرته پای ته ورسیده

| 10 April 2019, 19:31

ارګ وايي، چې د روغې جوړې د رهبرۍ شورا په خپله دویمه غونډه کې پر دې بحث کړی، چې په راتلونکې غونډه کې د افغانستان لومړیتوبونه او په قطر کې د ګډون کوونکي افغان پلاوي ترکیب نهايي شي.

د دغې شورا په یوې اعلامیې کې راغلي، چې د قطر غونډه هم پنځه ورځې ځنډول شوې او ټاکل شوې ده، چې دا غونډه د اپریل له ۱۹ تر ۲۱ پورې په دوحه کې جوړه شي.

په پام کې وه، چې د روغې جوړې د شورا په نننۍ غونډه کې د دوحه د ناستې لپاره د افغانستان د پلاوي غړي هم وټاکل شي، خو دا کار بلې غونډې ته وځنډول شو.

د روغې جوړې شورا په خپلې اعلامیې کې ویلي: «د دغې شورا کاري کمېټې د روغې جوړې د شورا د رهبرۍ پلاوي، د بین‌الافغاني مذاکراتو لپاره د حکومت د مرکچي پلاوي او د دولت د رسمي مرکچي پلاوي د ټاکلو په حال کې دي».

د روغې جوړې د شورا په رهبرۍ کې سیاسي او جهادي مشران، دیني عالمان، مدني فعالان، د ښځو، خصوصي سکتور او ځوانانو استازي، د پارلمان د دواړو جرګو رئيسان او د قضائیه قوې استازي شامل دي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>