کنړ کې ۱۳ داعش جنګیالي وژل شوي دي

| 2 April 2019, 11:40

د هیواد په ختیځ زون کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وايي، چې په کنړ ولایت کې د "موج سیلاب" د عملیاتو پر مهال د افغان ځواکونو د توپچي او هوایي بریدونو په نتیجه کې ۱۳ داعش جنګیالي وژل شوي دي.

 د ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوې اعلامیې کې ویلي، چې دغه شمیر داعش جنګیالي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له منځه وړل شوي دي.

د اعلامیې له مخې دا عملیات د کنړ ولایت په چپه دره ولسوالۍ کې د دولت د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو لپاره د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې پلې لوا قوماندان جنرال میرویس صافي په مشرۍ ترسره کیږي. 

په اعلامیې کې دغه راز ویل شوي، چې د دغو عملیاتو له پیل څخه تردې مهاله ۵۵ تنه وسله‌والو طالبانو هم له جګړې لاس اخیستی او د سولې له بهیر سره یوځای شوي دي.

په بیان کې راغلي، چې دغه شمیر وسله‌والو طالبانو خپلې ګڼ شمیر سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځوکونو ته سپارلي دي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>