خوست کې د سيلابونو د اوبو له امله ځاني او مالي زیانونه او ښتي دي

| 15 August 2017, 14:07

تیر مازدیګر په موسي خیلو ولسوالۍ کې د راوتلو سیلابونو له امله دوه کسان
وژل شوې چې یوې ۱۳ کلن ماشوم دی، او ترڅنګ یې دیادې ولسوالي خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.

د موسي خیلو ولسوالۍ ولسوال ګلاب منګل کابل مانیټور ته وویل چې د زوړ کوټ  پر سیمه دتیز باران له امله سیلاب را ووتلو د یادو سیمو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي.

هغه زیاتوي چې په یاده سیمه کې د ۵۰۰ جریبه په شاوخوا کې ځمکې او فصلونه د سیلابونو له امله له منځه تللي دي، لسګونه څاروي اوبو وړي او ځیني دوکانونه او باغونه هم د سیلابونو اوبو لاندې کړي.

دطبعي پېښې پروړاندې دمبارزې سرپرست ریس شریف الله کابل مانیټور ته
وویل، چې سروې يي پیل کړي وروسته به مالومه شي، چې څومره کسانوته يي
زیانونه اړولي.

نوموړي وویل چې وروسته به ورسره لازمې مرستې وکړي.

fمحمدزمان نظری- خوست

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>