په خوست کې د پولیوضد واکسین تطبیق کوونکو ، رضاکارانوته موټرسایکالونه ورکړل شول

| 12 August 2017, 15:47

دصحت د پراختیا موسېسې له لورې د خوست ولایت دعامې روغتیا ریاست په چوکاټ
کې په لروپراتو ولسوالیوکې هغو رضاکارانوته چې دپولیوضد واکسینو تطبیقوي
۲۷ عرادې موټرسایکالونه ورکړل.

د یاد ولایت دعامې روغتیا ریس ډاکټرحبیب
شاه انصاري کابل منیټور ته وویل،هغه واکسیناتورانوته يې موټرسایکالونه
ورکړل چې په لرو پراتو ولسوالیوکې د واکسینو د تطبیق کمپاین پرمخ وړي.

نوموړي وویل هغو سیموته يي اولیت حق ورکړی،چې ډیری وخت به ماشومان
دواکسینو د تطبیق څخه پاتي کیدل.انصاري وايي اوس به د ماشومانو د واکسین
تطبیق ستونزه ترډیره بریده حل شي.

د روغتیا يي مسولینو پروینا دپولیو ضد
واکسینو دتطبیق پرمهال په خوست کې  شاوخوا درې سوه زره ماشومان ته واکسن
ورکول کیږي.اوله ۲۰۱۴ کال راهیسې تراوسه په خوست ولایت کې
دپولیو(ګوزڼ)کومه پېښه نه ده ثبت شوي.

دخوست دعامې روغتیا ریس پروینا کله چې تیرکال دپکتیکا ولایت په برمل
ولسوالۍ کې دپولیو شپږ پېښې تثبیت کړای شوې خوست هم تر ګواښ لاندې سیمو
کې راغلو.

وانوموړی وايي ددوی هڅې دادې چې په بشپړ ډول دپولیو ناروغي له
سیمي پاکه کړي.

محمدزمان نظري خوست

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>