دانش: حکومت مو د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پاتې راغلی

| 9 July 2017, 19:14

دانش: حکومت مو د نشه‌يي توکو پر ضد مبارزه کې پاتې راغلی

 

د ولسمشر محمد اشرف غني دویم مرستیال سروردانش وايي، چې په څو ورستیو کلونو کې د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ستراتیژي نیمګړې وه او دغه وزارت پکې پاتې راغلی دی.

د افغانستان د نشه توکو پرضد مبارزې وزارت چارواکو نن د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د نړیوال پیوسون او ملي بسیج اونۍ په کابل کې ونمانځله.

په دغه نمانځغونډه کې د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش وویل، چې د نشه یي توکو کښت او قاچاق په هیواد کې د ناامنۍ ستر لامل دی.

هغه دا هم وویل، چې د طالبانو او داعش جګړې لګښت د نشه یي توکو کښت او قاچاق له لارې برابرېږي. 

د هغه پر خبره، د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د دولت له لاسته راوړنو سره سره بیا هم د څو کلونو په تېرېدو سره د نشه یي توکو پرضد مبارزه کې د حکومت ټولې کړن لارې ناکامې وې: 

له بل لوري د نشه یي توکو پرضد مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د نشه یي توکو پرضد مبارزې له پاره د ځانګړو کړن لارو خبر په ورکولو سره وویل، چې دغه وزارت هڅه کوي له نورو بنسټونو سره په همغږۍ د نشه یي توکو جرړو ایستلو له پاره عملي ګامونه پورته کړي.

د دغو چارواکو پر خبره، په هیواد کې د نشه یي توکو پرضد جدي مبارزې له پاره د نشه یي توکو پرضد د مبارزې قانون کې، جدي او ستراتیژیک بدلونونه رامنځته چې عملي کېدل به یې ګټور وي.  

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>