افغان میرمنو د "زما نوم چېرته دی؟" عنوان لاندې نوښتي کمپاین پېل کړی

| 9 July 2017, 18:57

 

دوی وايي، چې افغان میرمنې اوس‌مهال په زیاترو ځایونو کې په خپل نوم نه، بلکې د خپل ورور، مېړه، زوی او نورو په نومونو یاديږي.

دغه میرمنې زیاتوي، چې نوم د ښځو حق دی باید په ټولنه او رسمي ځایونو کې یاد شي او ولیکل شي.

د افغانستان په زیاترو سیمو کې ډیری اوسيدونکي يې د اړتیا پر وخت په عمومي ځایونو کې د خپلې مور، خور او ښځې نومونه نه اخلي او د ودونو په کارتونو کې يې هم له نوم لیکلو ډډه کوي.

دغه وضعیت د دې لامل شوی، چې ځينې مېرمنې په ټولنیزو شبکو کې د دغه دود پر ضد کمپاین پېل کړي.

د کمپاین پېلوونکي "زما نوم چېرته دی؟" یا "زما نوم زما پېژندګلوي ده" تر عنوان لاندې دغه کمپاین پېل کړی دی.

که څه هم د دغه کمپاین له پېله څو ورځې کيږي، خو ظاهراً داسې جوتيږي، چې د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.

په زما پېژندګلوي څه ده؟ کمپاین کې ځينو ښځو د خپلو تجربو کیسې کړې او ځينې هم په دولتي بنسټونو کې خپل لیدلي حالات بیان کړي دي.

د دغه کمپاین تنظیموونکي وايي، چې اصلي موخه د ښځو د پېژندګلوي او هویت له‌پاره مبارزه، عدالت غوښتنه او همدارنګه د نوم پټولو د دود ماتول دي.

نیلوفر نیکسر چې یو تن تنظیموونکې ده رسنیو ته ویلي، کمپاین يې په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ناوړه دودونو پر ضد پېل کړی.

د هغې پر خبره، چې په ټولنه کې د ښځو د پيژندګلولي له‌پاره يې نوم اخیستل حق دی او له دوی څخه د دغه حق اخیستل ستره جفا ده. 

د نوموړې پر وینا، چې په رسمي ځایونو کې د ښځو نومونه نباید د هغوی د مېړونو او اولادونو په نومونو ولیکل شي.

لاله عثماني د کمپاین بله غړې ده هغې رسنیو ته په خبرو کې ویلي، چې په دغو ورځو کې د دغه کمپاین پېلوونکي په ټولنیزو شبکو کې د خپلو ښځينه نومونو په شریکولو سره یو بل ننګوي.

د دوی هوډ دا دی، چې په خپل دغه نوښت سره د ښځو پر وړاندې دغه ستونزه حل او یاد ناوړه دود به مات کړي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>