ټرمپ: افغانستان ته د سرتېرو ليږلو په اړه دفاع وزارت پریکړه کوي

| 14 June 2017, 16:03

د متحده ایالاتود ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، چې دوی به افغانستان ته د خپلو سرتېرو د ليږلو په اړه پریکړه وکړي. 

غربي رسنیو رپوت ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو شمېر په اړه د پریکړې واک د هغه هېواد دفاع وزارت ته سپارلی .

واشنګټن پوست د امریکایي چارواکو په حوله چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي لیکلي، د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس کولی شي په افغانستان کې د ځواکونو شمېر په اړه پریکړه وکړي، خو د امریکا دفاع وزارت افغانستان لپاره د سرتېرو د شمیر زیاتېدو په اړه تراوسه پریکړه نه ده کړې.

مخکې له دې امریکایي پوځیانو افغان حکومت لپاره د مرستې او طالبانو ته ماتې ورکولو لپاره په افغانستان کې د هغه هېواد د سرتیرو شمېر زیاتېدو په اړه  ټینګار کړی و او ښایي زرګونه تازه دمي امریکایي سرتیري بیرته افغانستان ته واستول شي.

اوسمهال په افغانستان کې د امریکایي سرتېو شمېر چې ۸۴۰۰ ته رسېږي دغو نویو سرتېرو سره به یې شمېر نور هم لوړ شي.

وسمهال په افغانستان کې د امریکایي سرتېو شمېر چې ۸۴۰۰ ته رسېږي دغو نویو سرتېرو سره به یې شمېر نور هم لوړ شي.

د امریکا دفاع وزیر جیمز ماتیس تېره ورځ د امریکا کنګرې ته ویلي وو، اوسمهال امریکا طالبانو سره د جګړې د بریا په حالت کې نه دی خو دغه حالت ډیر ژر بدلون کوي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي وو، تر راتلونکي یوې میاشتې پورې طالبانو سره د مقابلې لپاره د امریکا نوی استراتیژي کنګرې ته وړاندې کېږي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>