د کابل سیند به په اساسي ډول پاک شي

| 14 June 2017, 15:49

د کابل ښاروالۍ وايي، چې د نورو کلونو خلاف به داځل د کابل سیند په اساسي ډول ورغوي او له کثافاتو به يې هم پاک کړي.

د کابل زون پراختیا خپلواکې ادارې په پلازمینه کې د یوې غونډې پرمهال له «ارتل» پُل نه تر عبدالحق څلورلارې پورې د کابل سیند پاکونې او بیارغونې چارې عملاً پیل کړي.

د یادې ادارې مشر الهام عمر هوتک وویل، چې د دایمي اوبو نه‌شتوالی او کثافات د کابل سیند له بنستیزو ستونزو دي او د دایمي اوبو د حل له‌پاره یې باید د شاه‌توت بند ورغول شي.

د هغه پر خبره، چې په دې پروژې ۸۹ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې کارونه یې عملاٍ پیل شوي.

د معلوماتو له مخې به له ارتل پله نه تر عبدالحق څلورلارې پورې شاوخوا ۴۷۰۰ متره مربع سیمه پاکه او ۱۷۰۰۰۰ متر مکعبه اټکل شوي اضافي توکي به ټاکلي ځای ته ولېږدوي.

د نوموړي پر وینا، له دې سره هم مهاله یو بله پروژه ده، چې د سیند په پاکولو سره به په‌کې مارکېټونه او پارکینګونه هم جوړ شي.

د کابل زون پراختیایي ادارې مسوولان وايي، چې د دې پروژې بشپړېدو سربیره پردې چې پلازمېنې کې د چاپېریالي ککړتیا ستونزه حل کړي، ترڅنګ یې ځمکې لاندې اوبه ډېرېږي، پانګونې ته خصوصي سکتور هڅول کېږي، د کاري فرصتونه پيدا کول او د ښار په منځ کې د اقتصادي فعالیتونو پراختیا رامنځته کېږي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>