نورستان کې تاریخي سیمې د منځه تلو له ګواښ سره مخ دي

| 13 June 2017, 13:17

 د افغانستان تاریخ او فرهنګ هم له لوړو ژورو ډک دی چې د ځینو پاتې شونې یې د دغه حقیقت څرګندوی دي.

د افغانستان هر ولایت ته چې سر ورښکاره کړﺉ، داسې ځای به وګورﺉ چې یو وخت د دغه ټاټوبي د پاچایانو میله ځای و او یا د یوې تاریخي پیښې شاهد پاتې شوی دی.  

 د بامیانو له بتانو رانیولې، د کندهار ترچهل‎زینو او د غور د جام څلی او نور ټول نور موږ ته تېر تاریخ او فرهنګ رایادوي.
 
نورستان هم د هېواد نورو ولایتونو په شان تاریخي ځایونه لري چې یو له هغو څخه کله ګوش ده.
 
هغه کوټې اوس ګنډوالې ګرزیدلي، چمن یې هم اوس یوه سپیره دښته ده او د ځوانۍ هغه پخوانۍ مستي یې نه شته، لامل یې هم چې په خواني کاریګر اوس په دې سیمه کې نه دي مېښت. 

کله ګوش د نورستان له تاریخي سیمو څخه هغه ده چې پخوا به د افغانستان شاهان میلو ته ورته راتلل، خو اوس یې په کتو سره داسي نه ښکاري چی ګنې دلته دې د وخت مخور مشران او شاهان راغلي وي.
کله ګوش د امیر حبیب الله خان د خوښې ځای وه.

نورستانیان، امیر عبدالرحمان خان د اسلام پر مُبین دین مشرف کړل، نو ځکه له امیر او د هغه له کورنۍ سره د نورستانيانو زیاته مینه وه.

امیر حبیب الله خان دا اړیکې لا نورې هم ټینګي او د نورستان ولسونو سره د راشه درشه د زیاتولو په موخه په کال کې یو ځل د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کله ګوش سیمې ته د ښکار لپاره ورته. 

۸۵کلن قومي مشر وکیل غلام سخي د یادې سیمې په تاریخ ښه خبر دی.

دی د ملي شورا په دوولسمه دوره کې د نورستان د خلکو استازی پاتې شوی.
 
وکیل غلام سخي د امیر دلته راتګ او له هغه سره د خلکو چلند په اړه وایي:« حبیب الله خان د خپل پلار خپل تاریخې خدمت تعقیب کړ او دلته کله ګوش ته به راته ما له مشرانو اوریدلي هغه وخت زه وړوکې وم چې کله به امیر دلته راغی ټول خلک به ورته راټول شول دلته یې امیر ته یو خاص ځای و چی هلته به ودریده او خلکو ته به یې دو دو افغاني ورکولي او خلکو به دا خبرې بدرګه کولې چې تخت او بخت دې بیدار وي، ژوندی دی وي افغانستان او ژنوندی دې وي شاه.»

امیر حبیب الله خان ۱۳۳۷ه ق کال کې د کله ګوش په سیمه کې د شپی لخوا په یوه برید کې ووژل شو، له همغه وخته کله ګوش د پام وړ سیمه او د راتلونکو شاهانو د ښکار ځای شو او دا لړۍ تر پخواني پادشاه محمد ظاهر شاه تر زمانې دوام درلود.

د وکیل غلام سخي پر وینا په وروستي ځل د ملت بابا مرحوم ظاهر شاه زوی دې سیمې ته د ښکار په نیت راغلی وه.

وکیل غلام سخي چې پر څوکۍ ناست و، له اوږد اسویلي وروسته یې سترګې د اوښکو ډکې خبرې یې داسې وغځولې: «هغه ډیر ښه وختونه وو، ښه امنیت مو درلوده، خلک په دې ډیر خوشالیدل چې د پاچا زوی راغلی دی یا صدر اعظم ورته راغلی دی، خلکو کې ملي وحدت موجود و، د افغانانو غیرت او شجاعت موجود و، که پښتانه وو که تاجیک وو که هزاره وو، که نورستاني وو که پشه یي وو که هرقوم وو خو تر منځ یې ملي وحدت قوی وو.»
 
نوموړي وویل کله چې انقلاب پیل شو او دا سیمې د شوروي عسکرو وځپلې دلته شته ودانۍ ټولې وراني او وروسته یې بیا کورنیو شخړو پاتې شوني هم له منځه یوړې.

پخوانی وکیل غلام سخي وویل له کله نه چې ۱۴ کاله مخکې اوسنی دولت د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشري رامنځ ته شو داسې یوه غونډه به نه وو چی ده به ددې تاریخي سیمو د بیارغاونې غږ نه وی پورته کړی خو پر وینا یې دده غږ چا وانه وریده او پاتې ګنډوالې د خاورو پر دیریو بدلې شوې.  
 
نوموړي وویل که د اطلاعات او فرهنګ ریاست دلته لاس په کار شي او همدارنګه د انرژۍ وزارت هم د مرحوم جمهور ولسمشر محمد داود خان پنځه کلن پلا ن کې د کله ګوش شامل شوی بریښنا بند جوړ کړي، نو لرې نه ده چې دلته به د نړۍ د ګڼو هېوادونو سیلانیان سېل را مات شي. 

دا یوازې کله ګوش نه دی چې تاریخي اثار او نښې يې د هرې ورځې په تیریدو سره له منځه ځي. 

د نورستان واما ولسوالۍ د کفري دورې شراب خانه او د مرکز پارون د کفري دوری معبد د نورستانیانو فرهنګي میراث ګڼل کیده.

خو اوس د نورستاني مشرانو پر وینا نه یوازې نوم په ورکیدو دی بلکې هغه سیمې غصب او شخصې ملکیتونه شمیرل کیږي.

ځایي خلک وايي که دولت د نورستان تاریخي سیمې همداسې له پامه وغورځوي لري نه ده چې له راتلونکو پنځوو تر لسو کلونو پورې به د نورستان تاریخي میراث مهمه برخه له منځه لاړه شي.
پوښتنه داده چې د نورستان د اطلاعات او فرهنګ ریاست دغلته د فرهنګي میراثونو د بیارغاونې په موخه څه کړي؟

په دې اړه د نورستان داطلاعاتو او فرهنګ آمر ګل زمان نورستاني وویل که څه هم یو څه کارونه یې کړي خو د مسلکی کارکونکو نشتوالي، د نورستان غرني موقیعت او خراب امنیت هغه ستونزي دي چې ددوی د کارونو مخه یې ډب کړې ده.

ښاغلی نورستاني زیاتوي:«موږ د نورستان فرهنګ لپاره چې تر اوسه کار کړی هغه د تاریخي سیمو او تاریخي اثارو ابتدایې ثبت دی خو دلته سیمې ټولې غرنۍ دي امنیت پکې هم سم نه دی چې موږ پکې کار وکړو او بله مهمه مسله د مسلکې کارکونکو نشتوالی دی او داستونز مو جدي ده.»

ښاغلي نورستاني وویل خلکو ته دتاریخي اثارو او سیمو په اړه بې ځایه فکر ورکړل شوی او ډیرو سیمو کې خو د تاریخي ځایونو او اثارو د بیارغاونې   خبرې کفر ته تبلیغ ښکاري.

نورستاني وویل که څه هم دوی پوهیږي چې د یو ولایت لپاره تر ټولو هغه چې ډیر ارزښت لري تاریخې میراث دی، خو د دوی ستونزې هم باید په پام کې ونیول شي.

نوموړي وویل وزارت یې ورسره ژمنه کړي چی له بامیانو وروسته د نورستان تاریخ د بیا رغاولو وار دی او هغه هم اوس عملي ګام ته رسیدلي. 

نوموړي وویل وزارت هوډمن دی چې د نورستان اثارو لپاره به په مرکز کې د هیواد په کچه یو موزیم هم جوړوي چې په دی سره به د نورستان ټول تاریخي اثار خوندي او هغه چې تر اوسه نه دی ثبت شوي هم ثبت کړی شي. 

خو دا هرڅه د اوس لپاره یوازي خبرې دي او لا هم نه ده مالومه چې کله پرې عمل کیدی شي. 

مسوولین هم د کره نيټې په اړه څه نه وایي او ځواب یې دادی چې دا ژمنې ددوی له وسې نه پورته دي خو دوی وایي باوري دي چې د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت به په دې برخه کې ورسره مرسته کوي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>