حکمتیار: د نظام نسکورولو اجازه چاته نه ورکوو

| 8 June 2017, 14:59

 

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د یوې خبري ناستې په ترڅ کې وویل، چې دوی به هیچا ته د اوسني نظام نسکورولو اجازه ور نه‌کړي او دی د دغه نظام تر شا ټینګ ولاړ دی.

هغه زیاته کړه، چې په کابل کې اعتراض کوونکي کولای شي، د خپل تحصن خیمې د ښار له منځه اوباسي او پارکونو ته یوسي، ځکه د هغه پر خبره خلکو ته ستونزې جوړول له اسلامي اصولو سره په ټکر کې دی.

هغه وروستي روان حالت ته په اشارې وویل، هغه کسان چې د نظام نسکورولو غوښتنه کوي، څه بدیل لري.

د نوموړي پر وینا، د اوسني وضعیت د مهارولو له‌پاره باید سم‌دلاسه د جنجالي اقداماتو مخنیوی وشي.

د حزب اسلامي مشر پر خبره، د دوی ځينو شواهدو دا جوته کړې، چې د پلازمینې کابل، هرات او نورو پېښو تر شا د بهرنیو کړیو لاس دی، د جګړې په دوام کې یې ګټي دي او دوام یې غواړي.

حکمتیار دا هم وویل، چې ځینې کړۍ او بهرني ملاتړي یې نه غواړي، چې د دوی حزب د پېښو په مهارولو کې ونډه واخلي.

دی وايي، هر وحشت او جنایت غندو او سوله‌ییز لاریون د هر افغان حق دی؛ خو پر خبره يې هغه کسان چې له وسلو سره راځي امنیتي ځواکونو سره نښته کوي د نورو پر خلاف شعار ورکوي، دغه ډول څرګندونې شخړې رامنځته کړي.

ګلبدین حکمتیار دا هم وویل، چې هر افغان د بدلون راوستلو او اعتراض حق لري؛ خو دا يې له اصولو او قوانینو سره برابر نه‌دی، چې د ارګ له دېوالو د اوښتلو او د نظام ړنګولو فکر وکړي، ځکه پر خبره يې دا ډول هڅې به بدې پایلې ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل خونړي برید وروسته د کابل ښار ځينو اوسیدونکو په لاریون لاس پورې کړ او دا يې اوومه ورځ ده، چې د ښار په بېلابېلو او مهمو سیمو کې يې خیمې درولي.

د کابل ځينې ښاریان د دوی له لاسه د لارو بندښت له امله هم شکایتونه کوي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>