د ځنګلو ساتل مو ملي دنده ده

| 8 June 2017, 14:25

وروسته له هغه، چې د نورستان طبیعي ځنګلونو ته د مافیايي کړیو ګواښ او د سوځېدو خطرات زیات شول، نو د نورستان ولایت قومونو د ځنګلونو د ساتلو تړون لاس‌لیک کړ.
د راپورونو پر بنسټ شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د افغانستان مشرقي ولایت نورستان اړوند د نورګرام ولسوالۍ په دټونګراک سیمه کې یو ځنګل اور واخېست، چې له امله یې د سیمې اوسیدونکو په وینا کابو څلور کیلو مترمربع مساحت کې د نښترو، جلغوزو،څیړیو او داسې نور طبیعي ځنګلي بوټو اور واخیست او له منځه لاړل.
دغه راز، میاشت مخکې د دې ولسوالۍ دشام په دره کې هم ځینې ځنګلونو اور اخستی وو چې د سیمې اوسیدونکو له خوا مړ کړی شو.
خو، د سیمې اوسیدونکي وایي، په یو شمېر سیمو کې بیا دمافیایې کړيو لخوا چې دولتي چارواکي هم ورسره لاس لري د چهارتراشو په ډول قاچاق کېږي.
اوسمهال په نورستان کې طبیعي ځنګلونه تر هر څه ډیره زیانمنه ده، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ ځنګل دی، چې ان د قومي شخړو له امله هم د سوځیدا سره مخ وي، او یا هم دکرنیزو ځمکو دجوړولو په پلمه دمافیا لخوا وهل کیږي او په قاچاقي توګه لېږدول کیږي، خو دولت تراوسه د دغه کار مخنیوي لپاره څه نه دي کړي.
دنورګرام ولسوالۍ اوسیدونکی ملک نوراحمد وایي، د سیمي قومي مشران سره راټول شوي چې د مغرضو اشخاصو له خوا د د ځنګلو لمنځه وړلو مخه ونیسي.
هغه زیاته کړه، اکثره سیمو کې مشران او یاهم نور خلک ځنګلونه خپل شخصي ملکیت ګڼي او دول هم تراوسه د دوی مخنیوی لپاره کوم اقدام نه دی کړی.
د نور ګرام دغه اوسیدونکی پرته له دې چې د چا نوم یاد کړي وویل، په دې سیمه کې داسې اشخاص دي چې په شخصي ډول یې پر ځنګلونو چاپه اچولي.
خو د نورګرام ولسوال دا ستونزې ردوي او وایي وي زیاتره نورستانیان مالداري کوي او په غرونو کې اوسیږي چې دا ځنګلونه هم د دوی له خوا زیانمیږي چې د اور د مړ کولو په برخه کې هم پام نه کوي.
ولسوال نعمت الله مسلم وایي، تراوسه داسې کوم معلومات یې نه دي ترلاسه کړي د دې ولسوالۍ په سیمو کې ځنلګونه د قاچاق لپاره ووحل شي.
هغه وویل،  د دی ستونزې د معلومولو لپاره څو ورځې مخکې  پولیسو د دغو ځنلګونو څارنه هم کړي.
دنورستان ولایت دچاپریال ساتني چارواکي هم وایي، که چېرې دولتي چاراکي او ولسي مشران ددغو ځنګلونو ته پام ونه کړي ښایي د نورستان ځنګلونه لمنځه لاړشي.
د نورستان د چاپیریال ساتنې رئیس ډاکتر اصل الدین وایي ځنګلونه باید دشخصي دعوو نه وژغورل شي تر څو دا ځنګلونه دولسي وګړو خپل مینځي لانجوو نه په آمن کې پاتې شي
 دنورستان دکرنې ریاست دترویج عمومې آمر وایي که څه هم نورستان دطبعې ځنګلونو له پلوه یو شتمن ولایت دی خو له هغه مهاله چې وسلوال طالبان هلته واک درلود وهل شوي چې تراوسه هم په ځینو سیمو کې دا ځنګلونه په یوه او بله پلمه وهل کیږي.
هغه زیاته کړه، چې د ځنګلونو د وهلو مخنیوي لپاره یې له نورو ادارو سره په ګډه کار کوي.
د ترویج آمر انجنر اجمل وایي، قومي مشران او قومي شوراګان کولی شي د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونیسي.
په همدې حال کې دنورستان امنیتي چارواکي وایي، هیچاته به اجازه ورنکړي، چې دنورستان له ځنګلونو څخه غیر قانوني استفاده وکړي.
دنورستان امنیه قومندانۍ دامنیت آمر وایي کومه پیښه چې تیره اونۍ په نورګرام کې رامینځ ته شوه قصدي نه وه او ځنګل هم دنورګرام ولسوالۍ دامنیه قومندانۍ دپولیسو او دسیمی خلکو به خوا  وژغورل شو.
 آمر وویل که چېرې څوک په نورستان کې دځنګلونو دقاچاق او یا هم نورو غیر قانوني لارو نه داستفادې هڅه وکړي ډیر ژر به د قانون منګلو ته وسپارل شي.
ځنګلونه دطبیعت یو له هغو ښکلاوو څخه دي چې دکتونکو زړونه کاږي
نورستان هم دافغانستان په ولایتونو کې په دی خاطر ځانګړی نوم لری  چې دپراخو طبعې ځنګلونو او دسر شارو سیندونو مرکز ګڼل کیږي.
دسیمې اوسیدونکي وایي که دنورستان دښکلا دا ناوې همداسې سینګار پاتې شي او په هیواد کې حالات ښه شي ډیر ژر به نورستان دکورنیو او بهرنیو سیاحینو د سیاحت پر مرکز بدل شي.


خبریال: صاحبداد همدرد


مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>