د کابل په برید کې د روشن او د هغه د شریکانو ۳۱ کارکونکي قرباني شوي دي

| 5 June 2017, 13:18

د کابل وزیر اکبر خان په ۱۷ سړک کې د تېرې چهارشنبې ورځې په برید کې  د روشن مخابراتي شرکت ۱۲ کارکونکي او ۱۹ هم د دغه شکرت د سوداګرۍ برخې د شریکانو کارکونکي وژل شوي دي.

د روشن مخابراتي شرکت له خوا کابل مانیتور ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په برید کې د دغه شرکت ۵۰ تنه نور کارکونکي ټپیان شوي هم دي چې د څلورو تنو وضعیت ښه نه دی.

د عامې ورغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د تېرې چهارشنبې ورځې په برید کې له سلو ډیر کسان وژل شوي چې ډیری یې ملکي وګړي دي او له ۴۰۰ پورته نور ټپیان شوي دي.

دا چاودنه دومره پیاوړې وه چې د قربانیانو شمیر یې د تیرو بریدونو په پرتله زیات دی او ان د پیښې له ځایه په لرو ځایونو کې ودانۍ ویجاړ شوي او د روشن مخابراتي شرکت یوه څانګه چې د پیښې ځای سره نیژدې وه هم په بشپړه توګه ویجاړه شوې ده.

 د روشن مخابراتي خصوصي شرکت په خبرپاڼه کې ویلي، چې اوسمهال د دې کمپنۍ د کارکونکو او د هغوی د کورنیو خوندیتوب او هغوی لپاره د اړتیا وړ مرستو رسول د دغه شرکت په کاري لومړیتوبونو کې دي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>