اروپا په وروستیو ۵ میاشتو کې سلګونه افغان کډوال ایستلي

| 28 May 2017, 16:58

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایې، چې د روان میلادي کال په پنځو میاشتو کې اروپايي هېوادونو ۳۲۹ افغان کډوال په "زور" ایستلي.  

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي، چې نن یې په کابل کې خبري غونډې ته خبرې کولې، ددغه مطلب په څرګندولو سره وویل، ددې ترڅنګ ۹۸۷ نور افغان کډوال په خپله خوښه له اروپا څخه خپل هېواد ته راستانه شوي.

د پناه غوښتنې لپاره د کافي اسنادو نه شتون او د اروپايي هېوادونو له قوانینو څخه سرغړاوی معمولن هغه لاملونه دي چې له مخې یې د افغان کډوالو د پناه غوښتنلېکونه ردیږي.

 په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانستان او اروپا ترمنځ د شوې هوکړې له مخې، اروپايي هېوادونه کولای شي هغه افغان کډوال افغانستان ته راوشړي چې د پناه غوښتنلېکونه یې ونه منل شي.

 په همدې حال کې د کډوالو او ستنېدونکو چارو وزیر وویل، چې په وروستیو ۵ میاشتو کې ۵۵ زره او ۶۹۴ افغان کډوال له پاکستان او ۸۹ زره او ۲۹۹ افغانان له ایران څخه په خپله خوښه افغانستان ته راستانه شوي دي.

 تېر میلادي کال هم تر یو مېلیون ډېر افغانان له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي وو.

 د اسنادو ویش

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د شمېرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې ۷۰۰ زره افغانان له اسنادو پرته ژوند کوي چې د کابل – اسلام اباد ترمنځ د ناندریو زیاتېدو له امله له سختو ستونزو سره مخامخ شوي.

اوس دغه وزارت، پر هغوی افغاني پيژندپاڼې ویشي چې پر بنسټ یې پاکستان دغو افغانانو ته هلته د پاتې کېدو اسناد ورکړي.

 تېره اونۍ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معین پاکستان ته تللی ؤ او په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره هوکړې ته رسېدلی.

 د کډوالو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخی وویل، چې له پاکستان سره د بې اسناده افغانانو په اړه هوکړې ته رسېدلي او ډیر ژر به دغه لړۍ پيل شي.

 ده زیاته کړه چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د هویت په اړه افغانستان ۱۰۰ کسه پردندو ګمارلي او پاتې کارونه دواړه هېوادونه په ګډه ترسره کوي.

 افغانستان ترټولو ډېر کډوال په پاکستان او ایران کې لري، چې د کډوالو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ تر یو مېلیون ډېر افغانان په پاکستان او تر یو میلیون او ۴۰۰ زرو ډېر بیا په ایران کې د کډوالۍ ژوند کوي.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>