د کوربه هېوادونو له خوا د افغان کډوالو پر بشري حقونو ټینګار

| 21 May 2017, 19:11

د کډوالو په چارو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیالې ډاکترې عالمې د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د بښنې نړیوال سازمان له څېړونکو سره په کوربه هېووادونو کې د افغان کډوالو پر حقوقي وضعیت خبرې کړي دي.

په دې لېدنه کې د بښنې نړیوال سازمان څیړونکي هر یو حوریه مصدق، میرمن انه شي او سپیده ګډون درلود، ډاکترې عالمې د کوربه هېوادونو په درې ګونو محکمو کې د افغان پناه غوښتونکو د درخواستو پر  معیاري څیړنې ټینګار کړی.

  د کډوالو چارو وزرات د خبرپاڼې په خپرولو سر ویلي، چې تېرکال شاوخوا لس زره کډول په خپله خوښه او ۵۸۰ تنه نور د اروپایي هېوادونو ترمنځ د شوې دوه اړخیزې او درې اړخیزې هوکړې له مخې هېواد ته راستانه کړای شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کیلادي کال له پیله تراوسه شاوخوا ۲۱۳ تنه افغان کډوال په خپله خوښه له اروپایي هېوادونو خپل وطن ته ستنه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت مرستیالې د تېرې ورځې په دې لېدنه کې دغه راز ویلي، چې زیانمو شویو ډلو ستانه کیدو لپاره د هوکړه لیکونو مادو او اعلامیو پر بنسټ  د هېوادونو پاملرنه الزامي ده.

د افغان دولت د ۱۳۹۶ کال د شمیرو پر بسنټ، له ۵.۵۶میلیونو څخه زیات شمیر افغان کډوال په ځینو اروپایي، امریکایي او اسیایي هېوادونو کې د کډوالۍ شپې او ورځې تېروي.

 

 

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>