ټرمپ به افغانستان ته د ۵۰ زرو امریکايي سرتېرو د بیا راتګ مُهر ولګوي؟

| 18 May 2017, 17:49

د امریکې د ملي امنیت پوځي سلاکاران، په یوه نوې جنګي ستراتيژۍ کې چې تیره میاشت یې د افغانستان وضعیت ارزولو وروسته څیړلي، د طالبانو پرمختګ مخه نیولو او د افغان حکومت د ساتلو لپاره یې د ۵۰زرو امریکایي سرتیروي د لیږلو غوښتنې کړي.

د امریکا امنیتي او استخباراتي چارواکي، چې د دې ارزیابۍ په اړه خبر دي امریکایي رسنیو ته ویلي، دغه ستراتیژي په اپریل میاشت کې جوړه شوې.

که چیرې د امریکا د ملي امنیت شورا د نخبګانو کمیټې تصویب شوی پلان د ولسمشر ټرامپ له خوا ومنل شي له ۵۰زرو زیات سرتیري به افغانستان ته واستول شي.

دغه وړاندیز شوې ستراتیژي طالبانو سره د مبارزې په برخه کې امریکا له افغان دولت سره په نږدې مشارکت کې دروي او له افغانستانه د امریکایي سرتیرو ایستلو طرح چې د اوباما له خوا جوړه شوې وه لغو کیږي.

د امریکا د ملي امنیت او استخباراتي شورا سلاکارانو وړاندیز شوې طرح په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو شمیر چې اوسمهال ۸۴۰۰ ته رسیږي څو برابره زیاتیږي.

د امریکا د ملي امنیت شورا سلاکار مک ماستر چې د دې طرحې له جوړونکو دی، د کابینې له پوځیانو او ولسمشر ترامپ سره په افغانستان کې د امریکاد جوړ شوي ستراتیژۍ لپاره رای اچونه کوي.

تېره میاشت د ملي امنیت سلاکار، دفاع وزیر او د هغه هېواد یو پوځي پلاوی کابل ته راغلي و، چې د افغانستان وضعیت څیړلو سره د افغانستان په تړاو د امریکا ستراتیژي جوړه کړي. 

دغه ستراتیژي د دونالد ټرامپ پر مېز پرته ده او ټاکل شوې وه د میاشتې په لومړی اونۍ کې يې وڅیړي، خو د امریکا ولسمشر تراوسه په‌دې اړه تصمیم نه‌دی نیولی.

مهربانی وکړی خپل نظر ولیږی.

/>